کور / تازه خبرونه / لومړی وزير: د اوبو ستونزه … او د شاهين ۲ توغندۍ ازمويل

لومړی وزير: د اوبو ستونزه … او د شاهين ۲ توغندۍ ازمويل

 پاکستان دځمکې څخه پرځمکه خپل هدف په نښه کونکى حتف ٦ شاهين ٢ بيلسټک توغندي بريالۍ ازموينه ترسره کړه حتف ٦ شاهين ٢ توغندى تر ٢٠٠٠ کيلو مترو پورې خپل هدف په اسانۍ سره په نښه کولې شي او داټومې او روايتي وسلو لېږدونو صلاحيت لري دتوغندي دازمويلو په وخت دپاکستان لومړى وزير يوسف رضاګيلاني دجوائنټ کميټى ستر درستيز جنرل طارق مجيد او ددفاع وزير احمد مختيار هم موجود وو.


Pak test-fires N-capable Shaheen-IIدپاکستان اولسمشر پرويزمشرف او لومړى وزير يوسف رضاګيلانى دحتف ٦ شاهين ٢ توغنديو دبريالى ازموينى په سرته رسولو سره دملک ساينس پوهانو اوانجنيرانو ته دزړه له تله مبارکى ورکړيده .اولسمشر پرويزمشرف په خپلى وينا کشې ويلى دى چې دهېواد څخه مظبوطه اوپياوړى دفاع اوساتنه دحکومت بنسټيز او بنيادى مرام دى ده وويل چې پاکستان ددفاعى صلاحيت پياوړتيا ا وټينګول دسيمى دسولى اوامنيت دمضبوطوالى پوخ ضامن دى دبيليسټيک توغنديو دبريالۍ ازموينى له تيرولووروسته دملک وزيراعظم مخدوم يوسف رضاګيلانى هم په خپله وينا کښې ويلى چې دهېواد ددفاعى اړتياؤ پوره کول دمنتخب او نوى حکومت لومړنۍ او اساسى هدف دى پاکستان تردى دمخه هم دحتف ٦ شاهين ٢ دتوغندى بريالۍ تجربه سرته رسولى ده.


بل خوا – لومړي وزير يوسف رضاګيلاني ويلى دي داوبو ستونزه ايالتي خپلواکي او داين ايف سى ايوارډ په شان مسئلو دحل لپاره به تګلاره جوړه کړو دڅلورواړه صوبو دوزيراعلى غونډه به ډيره زر په اسلام آباد کښې راوغوښتل شي دغه خبرې لومړي وزير دسندهه کابينې غونډې ته د وينا پرمهال وکړې دغونډې پيل دمحترمه بې نظير بوټو لپاره په دعا کولو سره وشو لومړي وزير دصوبه سندهه دکابينې غړو ته وويل چې دمـسئلود حل لپاره دي جدي ګامونه اوړ چت کړل شي چې څه ډول په مرکز کښې دروغې جوړي تګلاره عملى کېږي دغه ډول دي په سندهه کښې هم ټول ګوندونه سره همکاري وکړي دذده کوونکو دسازمانونو لپاره  به يوه داسي اداره جوړهشي چې ترکوم لاندې به دذده کوونکو سازمانونه فعاليت کوي.