د ستري… چوهدري اعتزازا حسن خپله استغفا بېرته واخستله

د لراوبر اداره | اپریل 19th, 2008


 دسترې محکمې دوکيلانو داتحاديې مشر چوهدري اعتزازا حسن خپله استغفا بېرته واخستله لاهورکښې مطبوعاتي کنفرانس ته دوينا په ترڅ کښې چوهدري اعتزاز حسن وويل چې زه خپله استغفا بېرته اخلم نوموړي په ډګه وويل چې  دشيرافګن نيازي ډبولو په پيښه کښې وکيلان لاس نه لري اعتزازحسن دکراچۍ د٩م اپريل پيښه يوسازش وباله اوزياته يې کړه چې داپريل پرنهمه هم وکيلان په نښه کړل شول.


بل خوا – وکيلانو ويلي دي که چرته داپريل دمياشتې تر٢٦ مې نيټې پورې دجسټس افتخار په شمول ټول قاضيان بحاله نه شول نووکيلان به يوځل بيا په غورځنګ لاس پورې کړي چې په هغه کښې اوږدلاريون هم شامل دى تېره ورځ دستري محکمې په ودانۍ کښې دپاکستان بارکونسل دمرستيال دټاکنې وروسته دخبريالانو سره دخبرواترو په ترڅ کښې دوکيلانو يوتن مخکښ حامدخان وويل چې دحکمت له لوري او په ځانګړې توګه دوزيرقانون لخوا څخه داسي بيانونه ورکول کېږي چې دهغه له امله وکيلان انديښمن دي نوموړي هيله څرګنده کړه چې حکومت به دمري پراعلاميه باندې عمل وکړي او عدليه به  بېرته بحاله کړي حامدخان وويل دحکومت لخوا وکيلانو ته ورکړل شوى ديرش ورځو کښې تولس ورځې تيرې شوي خوتراوسه پوري قومي اسمبلۍ ته قراردادندى وړاندى کړل شوى.

Copyright Larawbar 2007-2024