د وزيرستان د مکين په سيمه کښي وسلوالو ۳ وګړي په ړنا ورځ…

د لراوبر اداره | اپریل 19th, 2008


دسويلى وزيرستان دمکين په سيمه کښې وسله والو بنسټپالو دوژنى اوغلا په تور درى وګړى دسلګوتو سيمه ايزوخلکو ترمخه په رڼا ورځ په ګوليو وويشتل درارسيدلى باورى راپور ترمخه وسله والو افراطيانو دسيمى خلکو ته په وينا کښې وويل چې همدغه دريوکسانو يوه اونۍ دمخه په مکين کښې له يوه سيمه ايز وګړى انتظار محسودڅخه ٦٠زره روپۍ په زور او ظلم سره اخيستى چې هغه ورسره مقاومت وکاوه او دغلو له خوااتنتظارمحسود په موقع ووژل شو قبائيلو له دغه ستر جرم اوجنايت څخه په خبريدو سره سملاسى لاس په کار شول او درى واړه غله او لوټماران ئى په رڼا ورځ دعبرت پخاطر دخلکو ترمخه په ګوليو وويشتل او له منځه ئى ويوړل په وژل شووکسانو کښى فاروق وزير، جنان او يوافغان وګړى شامل دي.

Copyright Larawbar 2007-2024