کور / تازه خبرونه / له شپېتو ډېرې پروژې له بشپړيدو وروسته پرانېستل شوې.

له شپېتو ډېرې پروژې له بشپړيدو وروسته پرانېستل شوې.

  د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو كې د ملي پيوستون  پروګرام په چوكاټ كې له شپېتو ډېرې پروژې له بشپړيدو وروسته پرانېستل شوې.
 ځايي مسوولين وايي چې پدغو پروژو نږدې نهه شپېته ميليونو افغانيۍلګول شوي دي.
همداشان د خوست ولايت په عليشېرو او تڼيوولسواليو كې د نجونو او هلكانوښوونځيو ته څلور نوې ودانۍ چې پنځه ويشت مليونه افغانې پرې لګول شوې، له جوړېدو وروسته پرانېستل شوې




    د خوست ولايت د كليو پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول امرالله هلال وايي چې د د غه ولايت په بېلابېلو سيمو كې د ملي پيوستون  پروګرام په چوكاټ كې له شپېتو ډېرې پروژې له بشپړيدو وروسته پرانېستل شوې،


د هلال په خبره د دې پروژوڅخه  له  يوزرو دوه سوه ډېرې كورنۍ برخمنې شوې د نوموړي په ينا په  دې پروژوكې استنادي ديوالونه، د څښاك  د پاكو اوبورسولو شبكې، كارويزنه پلچكونه، ډيزلي او لمريزه  برېښنا، لاسي پمپونه، كانالونه اونور شامل دي، چې نږدې نهه شپېته ميليونو افغانۍ پرې لګول شوي دي.
  بل لورته د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ په صحرانومي سيمه كې د نجونو او هلكانولپاره دوو ښوونځيوته نوې ودانۍ جوړې اود يو لړمراسموپرمهال يې پرانستنه وشوه.