کور / تازه خبرونه / يو تن دتبرونو په وهلو سره وژل شوي دي

يو تن دتبرونو په وهلو سره وژل شوي دي

ناڅرګندو كسانو د خوست ولايت د صبريو په ولسوالۍكې يوتن په تبرونو وهلى او وژلى دى.
ځايي چارواكي وايي چې داپېښه د شخصي دښمنيوله امله رامنځ ته شوې ده.
د خوست والي وياند خيبر پښتون وايي چې يوڅوكسانو د دغه ولايت د صبريو ولسوالۍ د خلبسات په ښارګوټي كې يوتن چې د پكتياولايت د څكمنيو ولسوالۍ اوسيدونكى و په تبرونو وهلى او وژلى دى.
وياند زياتوي چې داپېښه د هغې شخصي دښمنيوله امله شوې  چې د نوموړو كورنيو ترمنځ له ډېره وخته موجوده وه.
د ده په خبره عاملين د پېښې له هغه ځايه تښتيدلي خو پوليسو په موندلو پسې هڅې پيل كړي دي.
بل لورته يوه لس كلنه ماشومه د خوست په ښاركې د پوليسو يوه رنجر موټروهلې او مړه شوې ده.
نوموړي ماشومه د خوست په ښاركې د شپې پرمهال د پوليسو يوه رنجرموټر وهلي چي لس کاله عمر لري چي وروسته له وهل کيدو يي دسختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
 دخوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي امرسمونوال وزير بادشاه هم داپېښه مني او وايي چې د  شاهرا پوليسوموټر له سيمې نه د تيريدوپه حال كې و چې سهواً يې ماشومه وهلې ده.
دا په داسي حال کي ده چي ګڼ شمير خلک دپوليسو او ملي اردو دځواکونو دتيز تګ له امله تل شکايت کوي.