کور / راپور / د ځوانانو ملي او ټولنيز ارګان د زابل د ولايتي كمېټې غونډه

د ځوانانو ملي او ټولنيز ارګان د زابل د ولايتي كمېټې غونډه

د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنيز ارګان د زابل د ولايتي كميټي غونډه 


د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنيز ارګان ولايتي كميټه په زابل كي جوړه او د رهبري غړي يي وټاكل شو .


په هغه غونډه كي چي د همدي امله د زابل ولايت مركز كلات ښاركي د وري د مياشتي په ۲۷ امه نيټه جوړه شوي وه په پيل كي د قران العظيم الشان څو مبارك آياتونه تلاوت شول ، وروسته د نوموړي سازمان د جوړيدو او فعاليتونو په اړوند ښاغلي انجنير عبيد الله ( عبيد) خبري وكړي ، د خپلو خبرو په يوه برخه كي  يي داسي وويل:-


د افغانستان ځوانان د زياتو ستونزو سره مخ دي او بيا د زابل ځوانان خو هيڅ كوم سهولت هم نلري !


د ځوانانو تعليمي سطحه ډيره ټيټه ده ، د كانكور په امتحان كي ډير كم شمير ځوانان برخه اخلي او اقتصادي مشكلات هم ډير لري .


ښاغلي عبيدي په دوام كي وويل :- د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنيز ارګان په كال ۱۳۸۶ كي تاسيس او جوړ شو او تر وسه وسه يي د ځوانانو ستونزو ته لاس رسي كړي


ورپسي نوموړي د غونډي د برخه والو او بالخصوص د ځوانانو د ستونزو په اړوند وپوښتل – چي د ځوانانو غوښتني د نوموړي سازمان د رهبري هيئت نه دا وي چي : د زابل ځوانان د زياتو ستونزو او مشكلاتو سره لاس او ګريوان دي ، د تعليم په برخه كي د ډيرو ستونزو سره مخ دي ، روغتيا ورزش او په نورو برخو كي هم مشکلات لري ، نو موږ دزابل ځوانان ستاسو محترم نه غوښتنه كوو چي ځوانانو ستونزو ته ډيره توجه وكړي او موږ هم ستاسو سره پدي بهير كي په كلكه ولاړ يو او تر خپله توانه په ډيره همكاري درسره وكړو .


د زابل ځوانان د نوموړي سازمان د دي ګام نه ډيره خوښي وښوده او وئي وویل چي دا لومړي سازمان دي چي د ځوانانو ستونزو او مشكلاتوته يي توجه كړي ده .


ورپسي  هغه كانديدان د دي سازمان د زابل د ولايتي كميټي د رئيس ، مرستيا ل او منشي اوویاندلپاره يي ځانونه كانديد كړي ؤ د غونډي برخه والوته وروپيژندل شول ، چي د رياست لپاره څلور نفره ، د مرستیالي لپاره دري نفره او منشي اوویاندلپاره هم دري نفره كانديد وه .


وروسته د راي اچولو بهير پيل شوه چي په راي اچونه كي د زابل مركز كلات ښار او ولسواليو ځوانانو برخه واخیسته .


د راي اچوني بهير د څلور نفري كميسيون لخوا څارل كيده او په ښه او شفافه توگه روان ؤ .


په پايله كي ښاغلي شيرمحمد( ټكور)د رئيس په توګه ، بشير احمد( فيضان) د مرستيال په توګه او وحيد الله( شمس ) د منشي اوویاندپه توګه اعلان شول .


ځوانان او د غونډي ګډونوال د راي اچوني د بهير نه ډير خوښ ؤ .


غونډه په شعر او شاعري او ټنټكور سره پاي ته ورسيده .