وچ ګوګل سترګي په نم کي

د لراوبر اداره | اپریل 20th, 2008


څوبه ناست وي وچ ګوګل سترګي په نم کي


داخویونه ځبله ایښي په آدم کي.


نوح په زرکاله بي لاري په لارنه کړل


دزړه ویني ته په څه خوري په داغم کي.


داچي خاوره دوطن دښتوپلوري


هسي ډیرخاینان شته دي په عالم کي.


دوګړودحقوقوپه نوم وران شول


ډیرمکلونه په عرب اوپه عجم کي.


زورورچي هرڅه غواړي هغه کاندي


شي قادرکه په اقصی که په حرم کي.


یوه ورځ به ئي داشان اوشوکت نه وي


بقانه وي تل په جوروپه ستم کي.


(صفي)تل په تضرُع له خدایه غواړي


چي په توره شپه هلاک شي په تورتم کي.

Copyright Larawbar 2007-2024