کور / تازه خبرونه / دكندهارلوبغاړوله ولسمشرسره تليفوني خبري وكړي

دكندهارلوبغاړوله ولسمشرسره تليفوني خبري وكړي

په كندهاركې له تيروڅوورځوراپديخواپيل سوي دفوټبال ټورنمنټ پايته ورسيداولمړي مقام ګټونكې يي دكندهاردفوټبال (اي) لوبډله اعلان سول .


دغه ټورنمنټ چې دشهيدعبدالاحدكرزي په نامه ترسره سودكندهاردالمپيك دامريت له لوري ترسره سو.


دكندهاردالمپيك امرمحمدالله ګلالي وايې چې له دغه ټورنمنټ څخه يي موخه داوه چې له يوي خواڅخه دهيواددستروشحصيتونونومونه ژوندي وساتي اوله بلي خواڅخه ځوانان دنشي پرځاي لوبوته هڅوي .


دفوټبال په دغه ټورنمنټ كې دكندهاردلوبډلوترخوادهلمنداوفراه ولايتونولوبغاړوهم ګډون كړي و.


دشهيدعبدالاحدكرزي دفوټبال ټورنمنټ لوبغاړي تيرماښام دكندهاروالايتي شوراته وربلل سوي و.


لوبغاړودكندهاردوالايتي شورادريس احمدولي كرزي په همکاري له ولسمشرحامدكرزي سره په ډله يزډول تليفوني خبري وكړي اودورزش په برخه كې يي ورڅخه دخپلوستونزودحل په ډګركې دهمكاري غوښتنه وكړه .


له ولسمشركرزي سره دفراه ،هلمنداوكندهارفوټبالران په جلاجلاتوګه وږغيدل اورڅخه يي غوښتنه وكړه چې دولت دي ددوى لپاره دورزشي ميدانونوپه جوړه ولوكې مرسته وكړي .


ددوى له ډلي څخه يوهم دكندهاردالمپيك امرمحمدالله ګلالي و.
ښاغلي ګلالي له ولسمشرڅخه دكندهاردورزش كارانوداقتصادپه برخه كې غوښتنه وكړه چې دكندهاردورزشي لوبغالي كلني عايد دي دورزشكارانوپه واك كې وركړل سي .
ولسمشركرزي له ورزشكارانوسره ژمنه وكړه چې دافغانستان دالمپيك ريس محمدانورجګدلك به كندهارته راليږي اودورزشكارانوستونزي به له نږدي څخه څيړي .


پرګټونكولوبغاړوباندي دسولي مركې اوكندهارولايتي شوراله لوري تقديرنامې هم وويشل سوي .تيره شپه دكندهارولايتي شورادورزش كارانولپاره ميلمستياجوړه كړې وه اوله لوبغاړوسره يي نقدي مرسته هم وكړه .دكندهاردولايتي شوراريس احمدولي كرزي له ورزكارانوسره په مخامخ خبروكې وويل چې چمتودي په راتلونكې كې هم دورزشكارانودپياوړتيااوهڅونې لپاره خپله همكاري وكړي .


دفراه اوهلمندولايتونولوبغاړوپه كندهاركې دشهيدعبدالاحدكرزي دفوټبال ټورنمنټ دځوانانوترمنځ دنږدي اړيكودپيداكولوپه برخه كې مهم ګام وباله اووې ويل چې په خپلوولايتونوكې به هم له چارواكوڅخه غوښتنه وكړي چې هلته هم ورته ټورنمنټونه ترسره كړي .


په كندهاركې تردي وړاندي هم څوټورنمنټونه ترسره سوي چې دشمالي ولايتونودلوبغاړوپه ګډون دلوي كندهارزياتره لوبغاړوپكې ګډون درلورد.


دكندهاردالمپيك امر وايې چې په راتلونكې كې به پوسترټورنمنټ پيلوي چې دهيوادله ګڼوولايتونوڅخه به پكې لوبغاړي ګډون وكړي .


ورزشي امرمحمدالله ګلالى زياته وي چې دغه تورنمنټ به هم دفوټبال وي خودترسره كيدوكوټلي نيټه يي نده په ډاګه سوي .