کور / ترخې خبري / كندهار: د بريښنا ريس امنيت د ټولو ستونزو مور ده

كندهار: د بريښنا ريس امنيت د ټولو ستونزو مور ده

په کندهاركې دبرېښنا دنشت والي  له امله  بېلابېلې فابريکې په ټپه درېدلي او په پايله كې يي دميليونونوډالروپانګه ونه له خنډسره مخ سوې ده .


دغه فاريكې چې له څلوروزروڅخه زياتوكسانوته دكاركولوموقع برابره ولي سي دنه فعاليت يوازني دليل يې دبريښناستونزه ګڼل كيږي  .


له تيريوه كال راهيستي په كندهارښاركې بريښنادومره ټكنې سوي چې يوازي  ولسي خلګ ندي توانيدلي چې دخپلوكورنيوداړتياوړبريښناترلاسه كړي .


دكندهارښارختيځ ته دښوراندام صنعتي پارك  چې ملي تجاروپه ميليونونوډالره پانګه اچونه پكې كړې نږدي درستي فاريكې اوكارځايونه  يې په ټپه ولاړي دي .


پانګه وال وايي چې كه يي دبريښناغم ونه خوړل سي نونه يوازي داچې دوي به له نه زغملوزيان سره مخ سي بلكي دبې روزګاري ګراف به نورهم په ټولنه كې لوړسي .


څه کم پنځه کاله کېږي چې د سويلي ولايتونو لپاره د برېښنا د اسانتيا د برابرولو خبرې کېږي، خو تر اوسه لا په دې برخه کې له تمې سره سم پرمختګ نه دى شوى.


د کندهار انار


په كندهاركې ددميودسوړساتنځي مشروايې چې دبريښنادنه شتون په وجه يې يوازي په تيروڅومياشتوكې نږدي پنځلس ټنه پروسيس انارچې بهرته دصادرولولپاره يې چمتوكړي ووخوساسول .


نومه وړي وايي چې له دي څخه پرته چې په پراخه كچه مالي زيان يې ليدلي اوس دي ته زړه نسي ښه كولاي چې په سوړساتنځې مالونه وساتي .


نومه وړي وايې نه يوازي داچې په ډاډه زړه نسي كولاي دتجارانومالونه خوندي كړي بلكې په سوړساتنځي كې پراته مالونه  هم دبريښنادنشت والي له امله خوساسول .


دى وايې چې په زرګونوكيلوهغه انارچې نړيوالوبازارونوته دوړلولپاره  چمتوسوي وپه همدي وجه لمنځه ولاړل .


نومه وړي هغه كريټونه راته وښودل چې دافغانستان بيرغ پري چاپ اوكندهاري انارپري ليكل سوي وو.


له دي نه پرته په ښوراندام صنعتي پارك كې دغوړوجولوهغه  سترفاريكه چې ټولي چاري يې بشپړه سوي هم له همدي امله په ټپه ولاړده .


دغوړوجوړولودغه فاريكه چې ويل كيږي پريوه وخت دوه سوه تنه بې روزګاروكسانوته اړتيالري هم په خوراعصري ماشين الاتوسمبال ښكاريده .


دغه فاريكه چې دطاقت  غوړوپه نامه نومول سوي ټول اومه مواديې تيارپراته اودبريښناراتګ ته سترګې په لارده .


ددغې فاريكې هغه سترماشينونه چې دنړي په پرمختللوفاريكوكې كارول كيږي تردوړولاندي سوي .


دغوړوجوړه ولودفاريكې يوكاركونكې وايې چې كه بريښناموجوده وايې نودوى به په هرڅلورويشتوساعتونوكې په ټنوغوړي توليدكړي وايي .


دكندهاردبريښنارياست چارواكې وايي چې دبريښنايي سيستم دبيافعاله كيدوټوله ماشينري يي په واك كې ده خوله امنيتي ستونزڅخه ندي توانيدلي چې پرټاكلي ځايي ځاي پرځاي كړي .


دبريښنارياست په هلمندكې هغوناامنيوته ګوته نيسي چې له امله يي دكجكي دبريښناپروژله له بيارغاوني څخه څوواري پاته سوي ده .


دكندهاردبريښناريس انجنيرفضل احمدوايي چې كه يي امنيت خوندي سي نوچمتودي چې سمدلاسه دهغي ماشينري په نسبولوكارپيل كړي چې ترلاسه كړي يي ده .


دبريښنايي پروژي انجنيران له امنيتي مامورينوڅخه غوښتنه كوي چې دكجكي دبريښنادپروژي دبيارغاوني لپاره دي ډاډمن امنيتي حالت رامنځ ته كړي ترڅووتوانيږي ددغې ستري پروژي كارپيل كړي چې له امله دزرګونوكورنيوترخواپه ميليونونوپانګه ونه له خنډسره مخ سوي ده .