دکابل دتعلیم او تربیې پوهنتون محصلینو مطبوعاتي کنفرانس ورکړ

جان محمد مهربان | اکتوبر 10th, 2012


نن(۱۳۹۱ دمېزان ۱۹) دچهارشنبې په ورځ دکابل دتعلیم او تربيې دپوهنتون په سلګونو معترضو محصلینودازادو رسنیوپه مرکز(سفما) کښي دسهار پریولس بجې باندي یو مطبوعاتي کنفرانس ورکړ. دکنفرانس مشري چي علي عباس، محمدیاریار او مېرمن ذکیه مخ ته وړول، میډیا ته لومړی خپلي غوښتني، چلینج او ورپسې پرېکړه لیک وړاندي کړل:
دمحصلینو غوښتني او دچارواکو ژمني: محصلین وايي چي دتېرو درو اوونیو راهیسي یې سولیز لاریونونه روان دي. دجمهور رئیس کرزي سره یې هم لیدلي دي. محصیلنو زیاته کړه چي دلیدو کاته پرمهال جمهور رئیس کرزي خپله پرېکړه اشتبا ووبل خو ددوی سره کوم تفاهم ته نه ورسیدﺉ. موږ دجمهور رئیس کرزي څخه غوښتنه لرو چي خپله پرېکړه چي داساسي قانون خلاف ده بیرته واخلي او موږ ته زمینه برابره کړي چي خپلو درسونو ته ادامه ورکړو. محصلینو وویل چي دلوړو زده کړوه وزیر بیا داسي ژمني ورکړې چي ” لوحه به راکښته کړو، دتعلیم او تربیې دپوهنتون ترڅنګ، به دسولې دشهید پروفیسور برهان الدین رباني نوم به هم په قوسونو کښي ورسره ولیکو. د ۱۳۹۱ محصلین چي په ۱۳۹۵ کښي فارغیږي،دفراغت پرمهال دکابل د(تعلیم او تربیې پوهنتون) په نوم سند ورکول کیږي او وروسته به دشهید پروفیسور برهان الدین رباني په نوم.”

معترض محصلین دلوړو زده کړو دوزیر لومړی شرط دمعیار خلاف ګڼي؛ ددوی دوینا سره سم، په هیڅ ځای کښي یو پوهنتون په داسي نوم چي هم دقوسونو دباندي اودننه وي نه دﺉ نومول سوی. بله داچي موږ یوازي دخپل ځان له پاره سند نه غواړو بلکي دټولو افغانانو له پاره د (دښووني او روزني دپوهنتون) په نوم سند اودتعلیم اوتربیه دپوهنتون بنسټ ژوندی ساتل غواړو. ورپسې، محصلینوداړوند ادارو او نهادونو څخه غوښتونه وکړه چي هغه پولیس چي دوی یې وهلي، ډبولي، ګواښلي اوبندیان کړي وه او بده رویه یې ورسره کړې وه، محاکمه او مجازات کړي.
چلینج: دمبطوعاتي کنفرانس په جریان کښي، دمعترضو محصلینو استاذو دولت ته داسي یو چلینج ورکړ چي ددولت، معترضو محصلینو او طرفداره محصلینو په استاذیتوب دي یو استاذی میډیا ته حاضر سي او دسولې دشهید پروفیسور برهان الدین په نوم دیاددپوهنتون دنومولو په اړه دي خپل منطق،استدلال او دلایل وړاندي کړي.
پرېکړه لیک:دمطبوعاتي کنفرانس دپای په شېبو کښي، محصلینو یوپرېکړه لیک صادر کړ چي لنډیز یې داسي دﺉ: موږ دشهید پروفیسور برهان الدین رباني په نوم دکابل دتعلیم اوتربیې دپوهنتون نومولو، خلاف یو ځکه چي دغه کار داساسي قانون خلاف اوجمهور رئیس خپله اشتبا بللې ده. موږ نه غواړو چي لاریونونه دي دجګړو عامل وګرځي او دقومونو ترمنځ دي اختلافات رامنځ ته سي. موږ سوله غواړو، نو دسولي دعالي شورا او نورو اړوند نهادونه څخه غوښتنه کوو چي دقومونوترمنځ اختلافاتو اوتفرقې اچولو ته ژرتر ژره دپاي ټکي کښېږدي.

Copyright Larawbar 2007-2024