کور / شعر / دوطن څېره

دوطن څېره

دامې د وطن څیره
ډیره ښکلی،ښکلی ده
مونږه پې نازیږو ډیر

مونږ ته دامنلې ده
شني وني،غونډئ ښکلي
،ښکلي انځورونه دي
داښکلا،میراث غوندی
ستر بابا بښلی ده
دلته دزمریو کور
دلته دافغان مېنه
عزم اراده باندی
هر افغان ساتلی ده
دادهر افغان خاوره
ساتی درنجوو په شان
څوک ورته بد نیته دی
هیله یی بایللی ده
داوطن اغزي لری
پام کوي پی خوږ نشی
پل که خپل بیځایه ږدي
.پښه مو درنه تللی ده
دلته ډیر راغلی دی
ډزي،ډزي کړي دي
پاس له غره پې وار وشوو
هسی تښتیدلي دي
داغرونه لری څوکي
څوکو کښې لاري دي
راشي څي په ګډه ټول
لاری مونږ لیدلی دي
وخیژو دی څوکو ته
مخکې مونږ غوښتلي دي
سوله روغه زمونږ ارمان
ټول پې پوهیدلي دي
۱۲-۱۰-۲۰۱۲