اورکزۍ ايجنسۍ کې دامريکادڅارگروالوتکو بريد شوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 11th, 2012


اورکزۍ ايجنسۍ :په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دامريکادڅارگروالوتکو لخوا ترسره شوي يو توغندويي بريد کې لږ ترلږه ١٦طالبان وژل شوي او ٦ نور ژوبل شوي دي.دسرچينو ترمخه داورکزۍ ايجنسۍ په بلندخيل نومې سيمه کې دحافظ گل بهادر دډلې دقوماندان مولانا شاکرالله په يوه ودانۍ دامريکا د څارگرو الوتکو لخوا څلور توغندي وويشتل شول چې په نتيجه کې يې وداني ويجاړه او ١٦ طالبان وژل شوي دي او ٦ نور ټپيان دي

Copyright Larawbar 2007-2024