د افغانستان په ښوونځیو کې ملالې یوسفزۍ لپاره دعا کیږي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 12th, 2012


کابل : د افغانستان په ټولو ښوونځیو کې د تلې په ۲۲مه، دسهار تر ملي سرود څخه وروسته د ملالۍ یوسفزې لپاره دعا کیږي.د سولې جایزه ګټونکې او د پوهنې مبارزه ملالۍ یوسفزۍ څو ورځې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې ټپي شوې ده او اوسمهال د پاکستان په یوه نظامي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.د افغانستان د ښوونې او رونې وزارت لخوا رسنيوته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پر زده کوونکې ملالې یوسفزۍ د شوي برید د غندنې او د هغې د روغتیا لپاره د دعا په موخه سبا (د شنبې ورځ د میزان ۲۲مه) د هیواد په ټولو ښوونځیو کې د دعا مراسم تر سره کیږي.سرچینې زیاته کړې چې د ښوونې او روزنې وزیر ډاکتر فاورق وردګ په کابل کې د نجونو یوه ښوونځي ته ځي او له زده کوونکو سره یو ځای د ماشومې ملالې د روغېدو لپاره دعا کوي .دیادونې وړ ده چې ولسمشر حامد کرزي هم پر ملالې شوی برید غندلی او دهغې د ژر رغیدا دعا یې کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024