دطالبانو لخوا دملالې د پلار دوژلو گواښ

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 13th, 2012


اسلام اباد:خبري ادارې روئيټرز پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې دسوات دطالبانو يو وياند په 14 کلنې طالب علمې ملالې يوسفزۍ دناکامه قاتلانه بريد وروستو دهغې دپلار دوژلو دړکه کړې ده.دسوات دطالبانو دپخواني مشر مولانا فضل الله چې دريډيو ملا په نوم هم ياديږي يو وياند روئيټرز ته وئيلي دي چې دفضل الله دوژونکې ډلې څخه دوه کسان دملالې يوسفزۍ په نخښه کولو لپاره ليږل شوي وؤ. دراپور ترمخه دسوات دطالبانو ډله دخلکو دوژنې لپاره 100 ځانگړي کسان لري.روئيټرز دطالب جنگيالو په حواله وئيلي دي چې هغوي دملالې يوسفزۍ دپه نخښه کولو لپاره د20 اؤ 30ؤ کالو ترمينځ عمر لرونکي دوه کسان ټاکلي وؤ.طالب وياند سراج احمد روئيټرز ته دا هم وئيلي دي چې مونږ دهغې(ملالې يوسفزۍ) دوژلو هيڅ اراده نۀ لرله خو کله چې هغې زمونږ په ضد خبرې بندې نۀ کړې نو مونږ په دغسې کولو هم مجبور شو.سراج احمد وويل طالبانو څو مياشتې وړاندې يوه غونډه کړې وه چې پکې دهغې (ملالې يوسفزۍ) په وژلو اتفاق شوى ؤ او وروستو دغه کار عسکري کمانډرانو ته وسپارل شو.احمد وويل دبريد وړاندې دوؤ جنگيالو په ذاتي توگه دملالې دسکول دلارې، وخت او دهاغه گاډي په اړه معلومات راټول کړي وؤ چي هغه پکې سکول ته تله راتله.هغه وويل دغو جنگيالو په ملالې ديوې پوځي پوستې ترڅنگ بريد کړى ؤ، ترڅو دا خبره واضحه شي چې هغوي په کوم ځايې کې هم بريد ترسره کولى شي.دنهې په ورځ دغو دوؤ کسانو هاغه گاډى دسوات په مينگوره ښار کې اودرولو چې هغه به پکې کور ته تلله، هغوي دملالې يوسفزۍ دنوم تپوس وکړو، خو په گاډي کې ناستو ويريدلو جينکو دغو کسانو ته وويل چې ملاله په گاډي کې نشته، په دې هغوي ناتاره ډزې وکړي چې پکې دملالې پشمول په گاډي کې ناستې درې جينکۍ سختې ژوبل شوې وې.طالب وياند روئيټرز ته وويل هغوي دملالې په وژلو کې ناکامه شوي ، خو اوس به دهغې پلار په نخښه کوي.احمد خبردارى ورکړو چې مونږ يو واضحه دريځ لرو، څو ک چې زمونږ په ضد دحکومت پلوي کوي ، هغه به زمونږ په لاسو مري، وبه گورۍ چې نور مهم خلک به هم ډير زر په نخښه کړل شي.

Copyright Larawbar 2007-2024