غزنی: په شلګر کي درنه نښته سوې ده
ذبيح الله مجاهد وايي دغزني ولايت شلګر ولسوالۍ په محکم کلي کې ۱۵ طالبان د بهرنيو او کورنيو ځواکونو او څو اربکیانو لخوا له سختې محاصرې سره مخ شول چې دمازديګر تر ۴ بجو پورې يي مقاومت وکړ.
طالب وياند ادعا کوي چي ددوشنبې ورځي ددغي جګړې په نتيجه کې ۲ امريکايي ، ۷ کورني عسکر او ۳ طالبان وژل ووژل سول او ګڼ شمېر افغان او بهرني ځواکونه زخميان سول .
نوموړی وايي چي ماځيګر مهال سيمې ته نور تازه دمه طالبان ور ورسيدل او محاصره يې ماته کړه .
د افغان دولت يا بهرنيانو لخوا تراوسه ددغي پيښي په اړه معلومات ندي ترلاسه سوي .
ذبيح الله مجاهد دا هم وايي چي بهرني او کورني پوځيان په شلګر کي د اربکيانو کومک ته ورغلي وو چي دغه جګړه رامنځته سوه .