ملالۍ يوسفزۍ د درملني د پاره انګلستان ته ولېږدول سوه
د سولي جايزې ګټونکې ملالۍ يوسفزۍ د طالبانو لخوا تر ويشتل کېدو اووه ورځي وروسته د انګلستان د برمنګهم ښار نظامي روغتون د عصبي جراحۍ څانګي ته ولېږدول سوه .
ملالۍ د برتانيا په ځانګړې روغتيايي الوتکه کي له پاکستان څخه نن ماځيګر د برمنګهم هوايي ډګر ته او وروسته د يوه ځانګړي امبولانس پذريعه په داسي حال کي د مليکې اليزابت نظامي روغتون ته د يوې ډلګۍ پوليسو لخوا ولېږدول سوه.
د نوموړي روغتون مشر رسنيو ته په محفوظه توګه د ملالۍ يوسفزۍ د رارسيدلو ډاډ ورکړ او ويې ويل چي د نوموړي درملنه او څارونه به د برتانيا هيواد عصبي جراحۍ د متخصص ډاکټرانو لخوا ترسره کيږي .
ملالۍ يوسفزۍ د اکتوبر پر نهمه نېټه په مينګوره کي په داسي حال کي د يوه وسله وال کس لخوا پر سر په مرمۍ وويشتل سوه چي د ښوونځۍ په موټر کي د نورو زده کوونکو سره يو ځای دکور پر خوا روانه وه .
پاکستاني طالبانو د ملالۍ يوسفزۍ د ويشتلو پړه پر غاړه واخيسته .
د طالبانو دغه عمل په کور دننه او بهر په ټوله نړۍ کي په سختو ټکو وغندل سو ، په لراوبر افغان وطن او نړۍ کي عام ولس او د نړۍ د لويو هيوادونو ولسمشرانو د ملالۍ يوسفزۍ سره خواخوږي څرګنده کړه .
د اکتوبر ۱۳نېټه د شنبې ورځ په افغانستان کي ۹ مليونه زده کوونکو دملالۍ د روغتيا دعا وکړه او د هغې سره يې خواخوږي څرګنده کړه .
ملالۍ يوسفزۍ چي دا مهال د ۱۴ کالو ده ، دوه کاله مخکي په سوات کي د طالبانو لخوا د ښوونځيو سوځولو سره د مخالفت او د ماشومانو د تعليم په ملاتړ خپل ږغ پورته کړ چي وروسته يې په دې برخه کي د پاکستان د سولي جايزه وګټله او د سولي د استازي په نامه ونومول سوه .
طالبان وايي د ملالۍ کړه وړه ددوی د پاليسۍ خلاف وو ځکه يې د هغې د وژلو حکم جاري او پر هغې بريد وکړ .
طالبانو پر هغې د بريد وروسته د نوموړي کورنۍ ته هم د مرګ ګواښ کړی دی .
تر دې وړاندي هم د طالبانو يو شمېر کړني د عام ولس لخوا غندل کېدلې خو دا لومړۍ ځل دی چي په لراوبر افغانستان او نړۍ کي د طالبانو دغه عمل په يوه خوله په ډېرو شديدو الفاظو وغندل سو .
د پاکستان حکومت ظاهرآ د ملالۍ يوسفزۍ د بريدګر په لټه کي تر اوسه تر ۱۲۰ زيات کسان نيولي چي ويل کيږي په دغو کي درې داسي کسان هم شامل دي چي يوه يې پر ملالۍ مرمۍ اورولي او دوو نورو د بريدګر په ورتګ او تېښته کي همکاري کړېده خو د پاکستان حکومت تراوسه دغه خبره په ښکاره توګه نده منلې .