په پېښورکې به د اکتوبر ٢٧ لوى اختر وي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 17th, 2012


پېښور : د پېښور د مياشتې د ليد کميټې څرگنده کړې ده چې د ذوالحجې د مياشتې د ليدو شرعي شهادت نه دى ترلاسه شوى نو له مخې به يې د اکتوبر د مياشتې په اووه ويشتمه نېټه د شنبې په ورځ لوى اختر لمانځل کېږل. په دې لړ کې د پېښور د مياشتې د ليدو سيمه ييزې کميټې د قاسم علي خان په جومات کې د مفتي شهاب الدين پوپلزي په مشرۍ غونډه وکړه چې په کې مفتي حبيب الرحمن، مولانا خير البشر، مولانا ډاکټر عبدالستار، مولانا شفيق الرحمن، مولانا حسين احمد مدني او د پېښور نورو ديني علماو برخه واخيسه او د ماښام له لمانځه څخه وروسته يې تر ماسخوتنه پورې د مياشتې د ليدو انتظار وکړ خو د مياشتې شرعي شهادت ورته ونه رسېد. له بلې خوا د پاکستان د مياشتې د ليد کميټې مرکزي کميټې اعلان کړى چې نن به د ذوالحجې د مياشتې د ليدو لپاره غونډه کوي.که مياشت وليدل شوه نو لوى اختر به دشنبې په ورځ وي او که ونه ليدل شوه نو بيا يکشنبې په ورځ لوى اختر وي

Copyright Larawbar 2007-2024