پکتيا:د زرمت پر پوځي اډه ډله ايز ځانمرګي بريدونه وسوه
په زرمت ولسوالي کي پر نظامي اډه د لارۍ بم چاودني سره هم مهاله يوه ډله ځانمرګي بريدکوونکي پوځي اډې ته ننوتلي او ويل کيږي چي جګړې تر څو ساعتونو پوري دوام وکړم .
د پکتيا چارواکو منلې چي د مرکز مخي ته لوی ځانمرګی بريد سوی دی ۴۵ ملي پوځيان زخميان سوي دی ، ددفاع وزارت وياند يوازي د ۱۱ زخميانو خبره کوي .
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي نن سهار ۷ بجې دپکتیا ولايت زرمت ولسوالۍ په مرکزکې په لويه امريکايي او داخلي ګډه اډه لومړی د لارۍ موټر په وسيله ځانمرګی بريد ترسره شو ترڅو د دروازې ټول موانع لرې او د نظام قراول په ګډون ټولې شاوخوا ودانې ويجاړې شوې ، وروسته بيا يوه ډله ځانمرګو بريدکوونکو چې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو مرکز ته په ننوتو بریالي شول چې په بهرنيو او کورنيو عسکرو يې مخامخ بريدونه پيل کړل.
طالبان ادعا کوي چي په مرکزکې دننه ولاړې امريکايي هيليکپټري ، د راډيو ستيشن چي د بهرنيانو په ګټه يې خپروني کولې او يو هوايي بالون چې څارګرې کامرې پکي نصب وي له منځه تللي ، ۱۳ امريکايي او ۱۹ کورني عسکر وژل سوي او ۲۸ امريکايي او ۴۵ کورني عسکر ټپيان شوي دي.