ژوند او دزمان ګردابونه
طبعي ده چې په ژوندكې انسان دخپل عمر په اوږدوكې له زياتولوړو او ژورو، خوږو اوترخوسره مخامخ كيږي ،قسمت ځيني له هستيوسره فضاً ته پورته كړي اومخ په وړاندي يې وړې خوځيني بياديوه كان دكاريګرپه څېردځمكي په عمق كې رزق لټوي ، څوك په دې يوويشتمه پېړۍ كې دمعاصروافكاروسره په نويواختراعاتولګياوي اوآن په فضاً كې دنوښتونواوهستوګني زمينه برابره وي ، خوڅوك بيايوازي دځمكي پرسر دځان اوكورنۍ دغړيوپه نس مړولوباندي حيران دي اوديوې ګولي ډوډۍ په لاسته راوړلوپسې لالهانده وي .
راځواصلي موضوع ته چې له خپل برخليك څخه ناخبره انسان دژوندانه دادرندپېټى څه ډول پراوږويوسي ، ترڅوله وخت څخه سالمه ګټه پورته كړي ، دزمان له هغه ګردابونواوڅرخونوپه وړاندي قايم اوسي .
ژوندكول اوله خپلي جسمي قوې څخه ثمره توليدول خپله په شخص پوري اړه لري چې انسان دخپل ځان ، كورنۍ اوټولني لپاره څه لاسته راوړل غواړي اوتمه يې څه ده ، طبعي ده چي كه انسان هڅه وكړي نوهڅه يې بې څه نه وي او خپل عقل څخه په استفاده سره له شكه پرته دومره لوړكارونه كولاى سي چې ډېركله دانسانانوتوليدته خپله انسان په تعجب كې كښېوځي اوپه دې نړۍ كې يې بېلګې هم ښكاره دي .
پكارده چې دلويواووړوكارونولپاره انسان لاله وړاندي دځان لپاره سرحدوټاكي اوخپل هدف ياموخي ته درسيدوپه خاطردغه ټكي په پام كي ونيسي . :
– يوازي دځان لپاره كاركول غواړې . ؟
– دكورنۍ مسؤليت درترغاړي دى هغوى ته خدمت كول غواړې . ؟
– اوكه دهيوادياټولني لپاره كاركول غواړې . ؟
پورته پوښتنوته په كتوسره هرڅه كه كول غواړي نوبايد دژوند لار غوره اوورباندي په تدريجي ډول قدم ووهي . ځكه هرانسان خپلواك دى اوكه څه هم پرځمكه قرارولري حركت وكړي اوپه لومړي ځينه كې قدم كښېږدي پورته دپورته كېدوامكان يې سته .
له خپل هدف يادژوند هدف ته تررسېدو وړاندي هركس ته ښايي چې دښكاري غوندي خپل ښكار(نښان ) ته ځېرسي اوخپل ټول تجهېزات چې ورته اړتياده له ځان سره ولري . بل داچې دپورته يادودريوپوښتنوهرهدف چې يې ټاكلى دهماغه ټاكلي اړخ ته ډېره پاملرنه وكړي . ډېروخت ورته بيل اوله خلكوسره هراړخيزي اړيكي ټينګي كړي . هرحركت چې كوي يې لومړى ټول اړخونه په پام كې ونيسي اوترټينګ تدبيرورسته يې اجرآكړي په اړه يې زياته مطالعه هم اړينه ده .
اساسي ټكى دادى چې دزيست انسان په طبعت كې دانغښتې ده چې دژوندپېټى په هرحالت كې چې وي بايد پراوږويوسي.
راځوتقديراوقسمت ته . دې كې شك نسته چې دانسان په ژوندكې ټولي چاري هرڅه لوړي اوژوري چې انسانان ورسره مخامخ دى اوګالي يې دهربشرخپل قسمت دى چې خداى تعالى ورته په نصيب كړى دى . ګڼ شمېرخلك دخپلي عقيدې له مخي ژوندپه دې تمه تېروي چې څه يې په قسمت كې وي انتظاريې باسي اوپرخپل ځاى لاس ترزني كښېني . په همدې پلمه چې څه چې يې په قسمت كې ليكلي وي نه په بله كيږي .
خوداقسمت اوتقديرچې يوازي لوى څښتن ترې اګاه دى هغه سترذات ته پرېږدى چې څه لورينه درباندي كوي ، څرنګه چې عامه اصطلاح ده چې وايي (( ته حركت كړه خداى به بركت دركړي )) لاس ترزني مايوس مه كښېنۍ بې هڅې څه لاسته نه راځي له هيله مندي سره ژوندوكړى ،ځكه متل دى چې وايي دنياپه اميدخوړل كيږي دغسي ژوندهم داميدونوډك دى اوپه اميدسره تيريږي ،انسان ته نه ښايي چې ناهيلي اودژونده شكايت ونه كړي .
ديوه شاعر كلام دى:
بې همت وي چې له ژونده شكايت كړي .
ليونۍ وي چې له تيروحكايت كړي .
پهلوان وي چې دژوندپه معركه كې.
موانع ليري كوي اوحركت كړي .
دشاعرددې كلام پراساس هيڅ يوكس بايد بې همته ونه اوسي اوپكارده چې مبارزاوسي اوكوښښ وكړي چې دژوندپرچاروبرلاسى اوسي ، لاس ترزني كښېنه ني اودټينګ هوډپه درلودلوسره دخپلونيمګړوهيلوكاروان خپل منزل ته ورسوي
په درنښت