افغان امنیتي قواوي او امریکايي میډیا
په امریکايي مطبوعاتو کي، د واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز ورځپاڼو د افغانستان امینتي قواوو پر حالاتو باندي جلا رپوټونه خپاره کړي دي. په متحده ایالاتو کي، د افغانستان د عمومي امنیتي حالاتو په ارتباط اندېښنې زیاتي سوي دي ځکه له یوې خوا د ناټو او امریکا عسکر وځي، او له بلي خوا د هېواد امنیتي شرایط ډاډه ندي، او د طالبانو حملې ډیري سوي دي.
«زرغون پر شین» په حملو کي، څه له پاسه ۵۰ بهرني عسکر او افسران یوازي سږ کال وژل سوي دي. پر خارجي عسکرو باندي د افغان عسکرو همدا مرګاني بریدونو د هغوی تر مینځ اعتماد ډېر زیانمن کړی دی.
بلخوا، د افغان امینتي ځواکونو کلنی لګښت ۴ بیلونه ډالره تخمین سوی دی، حال دا چي د افغان حکومت کلنۍ بودیجه ۲ بیلون ډالره ده. نو بنا، خارجیان مجبوره دي چي د افغانستان د ثبات لپاره په کلونو د افغان امنیتي قواوو د تمویل لپاره ۴ بیلونه ډالره برابر کړي.
مګر که چیري د غرب او په تېره بیا د امریکا اقتصاد ته وکتل سي، داراز وعدې خیالي او غیر واقعي برېښي. بل پلو همدا ژمني د کابل حکومت د وعدو په پوره کولو باندي تړاو لري. مانا د کرزي حکومت به اداري فساد ختموي، ازاد، شفاف، او منصفانه انتخابات به کوي، ډیموکراسي به تقویه کوي، او ښه حکومتوالي به جوړوي! مطلب مي دا دی چي پدې ژمنو باندي باور کول د ځان غولول دي. هڅه سوې ده چي د رپوټونو غټ ټکي ترجمه سي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د اکټوبر پر ۲۰ لیکي که څه هم د افغان پوځ د کمیت ټاکلې شمېره تر لاسه سوه، خو پدې هڅه کي کیفیت قرباني سو. په کم وخت کي، د افغان اردو او پولیسو ته زیات ځوانان جلب سول، خو د هغوی کیفیت او وړیتا ته لازمه توجه و نه سوه. په امنیتي قواوو کي خلګ جذب سول، خو هغوی سم فیلټر نه سول.
خبریال په مقدمه کي لیکي،«له ډېر وخت راهیسي، د پنتګان عالي رتبه مشرانو، د سپیني مانۍ سلاکارانو، او په کانګرس کي د دواړو ګوندونو استازو لپاره د افغان پوځ او پولیسو چټکه توسعه او ډېرېدا له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د راوتلو د ستراتیژۍ مهم عنصر وو. د تېرو څو کلونو په ترڅ کي، هغوی استدلال کاوه چي د درې نیم لک کسیزو امنیتي قواوو جوړول به د افغان حکومت پدې وتوانوي چي د ناټو قواوو له وتنګ سره سره به د افغان امینتي قواوي د طالبانو سره د جنګ کولو توان ولري.»
اخبار اضافه کوي که څه هم د نویو افغان عسکرو ټاکل سوې شمېره پوره سوه، خو بیا هم دافغان امنیتي قوه ددې جوګه نه سوه چي امنیتي حالات پخپله او یوازی سر سمبال کړي. هیڅ افغان کنډک د امریکايي مشاورینو له امداده پرته د مستقل عمل توان نلري. اکثره پولیسان زیاتره وخت ددې پر ځای چي ګزمه وکړي او امنیت قایم کړي، د خلګو څخه د رشوت اخیستلو پر لارو چارو باندي تېروي. د اول صف عسکرو او پوستو ته نه اعاشه، نه اکمالات، او نه هم نور لوازم پر وخت رسېږي. اخبار لیکي چي تر ټولو بده دا ده چي همدا عسکر او پوليس په زیاتېدونکې توګه خپل د توپګ شپلۍ پر خپلو ملګرو او بهرني عسکرو باندي رااړوي.
اخبار لیکي، د افغان امنیتي قوې کلني مصارف به ۴ بیلونه ډالره وي، او تر اوسه پوري متحده ایالاتو دافغان پر اردو باندي ۵۰ بیلونه ډالره لګولي دي. امریکايي پوځي چارواکي وايي لدې مصارفو سره سره د افغان امینتي قوې جوړول په افغانستان کي د امریکايي عسکرو له لګښت څخه ارزانه تمامېږي.
اخبار وايي اکثره نوي عسکر بېسواده دي. اکثره نه غواړي چي له طالبانو سره وجنګېږي. امریکايي عسکر وايي افغان عسکر بې کفایته او لټ دي.
همدا کمزورۍ ددې سبب سول چي اوس ځیني امریکايي افسران وايي چي په افغانستان کي د ستري امنیتي قوې پر جوړېدنګ باندي ټینګار درست نه وو، او باید کیفیت ته لازمه توجه سوې وای. سپینه ماڼۍ او پنتګان اوس دواړه پدې راضي سوي دي چي دافغان پوځ شمېره څه د پاسه دوه لکه ته راکښته کړي.
بلخوا، د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د اکټوبر پر ۱۵ کاږي له عسکري خدمت څخه د افغان عسکرو تېښته او فرار د امریکا د خروج ستراتیژي له خطرونو سره مخامخ کړې ده. اخبار لیکي په افغان اردو کي تېښته دونه ده چي افغان پوځ هر کال ۳۳ فیصده زاړه عسکر له لاسه ورکوي او باید نوي خلګ استخدام کړي.
ځیني مرکه سوي عسکر له خدمت څخه د فرار او تېښتې سببونه دا ښيي: رشوت او اداري فساد، بده ډوډۍ، بد صحي خدمات، کورنیو ته د طالبانو تهدیدونه، او د امریکايي عسکرو تر وتنګ وروسته د طالبانو په مقابل کي د امنیتي قوې کمزوري او مات یادوي.
ډګروال اکبر ستانکزی چي د اردو د جلب و جذب د مرکز له مشرانو څخه دی، وايي،«هلته داسي د مخدره موادو قاچاقبران سته چي غواړي زموږ په قطعاتو کي نفوذ وکړي، د دښمن نفوذي خلګ چي هدف يې د مشکلاتو ایجادول دي، او د محبس شوقیان چي بل کار او روزګار نلري. »
نیویارک ټایمز لیکي هر عسکر د میاشتي ۲۶۰ ډالره معاش لري. که چیري یو عسکر خپل قرارداد نوی کړي هغه ته ۲۳ فیصده اضافه معاش ورکړل کېږي چي لږ تر لږه ۳۲۰ ډالره کېږي. خو ددې معاش سره سره، په عسکرو کي فرار او تېښته زیاته سوې ده.
ښاغلي غبار ۲۷ کلن دی او د پروان ولایت دی. هغه خپله قطعه شپږ میاشتي مخکي خوشي کړې ده. هغه د خپل نظامي روزني په خاطر یوې شخصي امینتي کمپنۍ سره کار کوي. غبار وايي، « په اردو کي اصلا حساب او کتاب نسته. که چیري هلته څه مسولیت او حساب او کتاب وای، اردو به دونه خرابه نه وای. ما خپله اداري فساد لیدلی دی. زموږ افسران ددې پر ځای چي له دښمن سره جنګ وکړي، د پیسو په غلا کولو لګیا ول. زیاتره وخت زموږ په وریجو کي یوازي هډوکي میندل کېدل، غوړ هم کم ول، او غوښه نه وه.»
محمد فضل کوچی ۲۸ کلن دی او سخت جنګونه يې تېر کړی دی. هغه وايي،«که په پوځ کي د افسرانو په مینځ کي اداري فساد نه وای، زه به هلته پاته سوی وای. هر سړی پدې لګیا دی چي څرنګه د امریکانو تر وتلو مخکي خپل کورونه جوړ کړي.» ښاغلی کوچی وايي که امریکایان ووځي، د افغان پوځ به ختم او ورک سي.
شېراغا ۲۵ کلن دی او د کنړ دی. هغه وايي،« نامعلومو خلګو زما د کورنۍ غړو ته تهدیدونه کول او هغوی ته یې ویل چي ما مجبوره کړي چي اردو خوشي کړم. »
والسلام
واحد فقیري – واشنګټن