د ملالې پلار او مور به ژر له هغې سره یو ځای شي
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
لندن بي بي سي وايي د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو ایالتي وزیر میا افتخار حسین وايي، د پاکستان حکومت هڅه کوي، چې د ملالې پلار او مور ژر له هغې سره یوځای شي.نوموړي دغه څرګندونې په لندن کې د پاکستان په سفارت کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې وکړې میا افتخار حسین په برمنګهم کې کوین الزیبت روغتون ته د ملالې یوسفزۍ د حال اخېستو لپاره له ورتلو وروسته لندن ته ستون شوی و.نوموړي وویل که څه هم ونه توانید، چې ملاله پخپله وویني، خو د ده په خبره ډاکټرانو ورته وویل، چې د ملالې روغتیا په تدریجي ډول مخ په ښه کېدو ده.د ده په خبره نه یوازې ملاله بلکې له هغې سره د وسله والو طالبانو په برید کې ټپي شوې دوه نورې نجونې شازیه او کاینات هم مخ په ښه کېدو دي.د نوموړي په خبره” نه یوازې دا د خوښي خبره ده، چې الله تعالی(ج) د هغې ژوند وژغوره ، بلکې دا هم چې اوس د هغې له امله یو غورځنګ راوټوکېد، په دې معانا چې پر ملالې له شوي برید وروسته اوس د پاکستان ۹۰ سلنه خلک له ترهګرو کرکه کوي، ملاله یوازې نه ده، بلکې د ټولي نړي سوله غوښتونکي خلک ورسره تر څنګ ولاړ دي.”ده زیاته کړه، چې ملاله یوازې د یوې نجلۍ نوم نه دی، بلکې دیوه فکر نوم دی، د یوه تحریک نوم دی، دغه تحریک د سولې تحریک دی، د پوهنې تحریک دی او په ټوله نړۍ کې د سولې راوستو تحریک دی.د میا افتخارحسین په خبره” له هغو یو څو تنو خپل چارو ترهګرو پرته، چې دې پېښې ته یې د بیل رنګ ورکولو هڅه کړې، نور ټول پاکستان د دې کوچنۍ نجلۍ د تحریک او هوډ ملاتړ کړی. ترهګر بریالي نه شول او په ویره سره د دې پېښې په اړه خبرې کوي، په جراات سره څه نه شي ویلای او همدا د سوله غوښتونکو خلکو پېژندګلوي ده.”د یوې پوښتنې په ځواب کې میا افتخار حسین وویل، دا د ملالې د مور او پلار په خوښه پورې اړه لري، چې دوی په پاکستان کې اوسېدل غواړي او که له پاکستانه بهر. د ده په خبره” موږ په هر صورت غواړو، چې هغه په خپل هېواد کې پاتې شی، ځکه پر خپله خاوره انسان خوښ وي، خو په ژوند کې مجبوریتونه هم شته، ځکه نو په دې اړه چې هر ډول حالت رامنځته شي، موږ به د ملالې د کورنۍ خوښه ومنو.””څوک چې نن بې ګنا، بې ګناه کوي دوی غواړي ترهګرو ته لار ورکړي. له همدې امله موږ غواړو ډرون ټکنالوژي باید پاکستان ته ورکړل شي، چې پاکستان خپله پریکړه وکړي، چې کوم ځای په نښه کړي.”نوموړي د خبرو پر مهال د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخالفت څرګند کړ. د ده په خبره دا ځکه چې هیڅوک نه غواړي د هېواد حاکمیت ته یې زیان ورسیږي.ده وویل “موږ په خپله واکمنې ویاړ کوو او دغه بریدونه زموږ پرواکمنې برید دی. خو که موږ له ډرون بریدونو سره مخالفت کوو، نو د دې معانا دا هم نه ده، چې ګواکې موږ نه غواړو، چې ترهګر په نښه شي.”میا افتخار حسین وویل” څوک چې نن بې ګنا، بې ګناه کوي، دوی غواړي ترهګرو ته لار ورکړي. له همدې امله موږ غواړو ډرون ټکنالوژي باید پاکستان ته ورکړل شي، چې پاکستان خپله پریکړه وکړي، چې کوم ځای په نښه کړي.”د نوموړي په خبره اوس وخت رارسېدلی، چې باید د طالبانو ضد عملیات وښی. ده زیاته کړه داسې نه ده، چې دې پېښې خپل اهمیت له لاسه ورکړی، ډېر کسان هڅه کوي، چې پر ملاله شوی برید اهمیت له لاسه ورکړي. د ده په خبره له دې مخکې یوازې عوامي نېشنل ګوند و، چې د طالبانو څرګند هدف و، خو اوس یې ټول پاکستان پر وړاندې ولاړ دی، اوس به ترهګر څومره کسان وژني.؟د نوموړي په خبره داسې نه ده، چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره هیڅ هم نه کیږي، بلکې ډېر ژر به د ترهګرو له منځه وړلو لپاره اقدامات وشي.