کور / تازه خبرونه / بلجیم : د ناټو د مرکز مخته د پاکستان پر ضد لاریون وسو

بلجیم : د ناټو د مرکز مخته د پاکستان پر ضد لاریون وسو

د بلجیم، جرمني او هالنډ ميشتو زیات شمېر افغانانو نن د ناټو د عمومي مرکز مخته په کنړ کي د پاکستاني بریدونو پر ضد پراخ لاریون وکړ .

د ډيورنډ جرګې د جرمني څانګي د کسانو ترڅنګ افغان څېړونکي نسیم خان صابر په انګريزي ژبه پریکړه لیک واراوه او له ناټو يې په افغانستان کي د پاکستاني بریدونو بنديز او د افغانانو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه .

په بلجیم کي د کلتوري بهیر مرستیال انجینر سید حضرت سادات لراوبر ته وویل چي خلګ له ناټو د افغانستان سره د کړو ژمنو وفا غواړي .