ډاکټرانو د کوټې په شخصي او دولتي روغتونونو کې د کار بندیز پرېکړه وکړه.
د ايالت په مرکز کوټه کې ډاکټرانو د سترګو د متخصص د تښتونې پر ضد د په ټولو دولتي او شخصي روغتونونو کې د کاربنديز پرېکړه کړې ده.
د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر سلطان ترين دغه پرېکړه د ډاکټر سعيد خان د تښتول کېدو پر ضد د ايالت د والي د کور مخ ته احتجاجي مظاهرې پر مهال وکړه.
په مظاهره کې شريک په لسګونه ډاکټرانو د سترګو د متخصص ډاکټر سعيد د تښتول کېدو غندنه وکړه او د ايالتي حکومت پر ضد يې شعارونه ورکړه.
د ډاکټرانو د اتحاديې يا پي اېم اې ايالتي مشر ډاکټر سلطان ترين وويل چې حکومت له شپږو ورځو تېرېدو وروسته هم د ډاکټر سعيد په موندلو کې بريالی نه سو. ترين زياته کړه، چې په تېرو درېو کلونو کې په لسګونه ډاکټران په هدفي وژنو کې وژل سوي او يا هم د وسله والو له خوا د پيسو لپاره تښتول سوي دي. خو حکومت پټه خوله دی.
په ايالت کې د ډاکټر سعيد تر تښتول کېدو وړاندي د اعصابي ناروغيو متخصص ډاکټر غلام رسول او دين محمد بنګلزی هم تښتول سوي وو، خو له څه مودې وروسته بيا بېرته د تښتونکو له منګولو راخلاص سول.
په تېرو څو کلونو کې په ايالت کې په سلګونه تجاران، قانونپوهان او ډاکټران د وسله والو له خوا تښتول سوي دي. چې له ډلې يې ځيني د پيسو په بدل کې راخلاص سوي، ځيني وژل سوي او ډېری نور او هم د تښتوونکو په منګولو کې دي. خو ايالتي حکومت د سړي تښتوونکو په نيولو په بشپړه توګه پاتي راغلی دی.
http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail