کور / تازه خبرونه / د نرسانو ظرفيت لوړولو کورس پاى ته ورسېد

د نرسانو ظرفيت لوړولو کورس پاى ته ورسېد

دزابل والي محمد اشرف ناصري په دې اړه په جوړو سويو مراسيمو کي وويل چې
ياد درې مياشتني کورس دولايتي روغتون دښځينه او نارينه و نرسانو دظرفيت
لوړلو په برخه کي جوړ سوى و چي پکښي (۳۰) تنو نارينه او ښځينه نرسانو
برخه اخستې وه .

د ښاغلي ناصري په خبره په همدې موده کي ورته دمتخصيصو ډاکټرانو له لوري
ورته زده کړي ورکول کيدي والي وايي چې په پلان کي لري ترڅو په راتلونکي
ورته نوري پروژې دولايتي روغتون ترڅنګ دشاه جوى ولسوالۍ دروغتون دصحي
کارکوونکو دپاره پرلاره واچوي

په ورته وخت کي په همدې ورځ ددې ولايت دښځو چارو په رياست کي د(۳۰) کونډو
اوبيوزلو ميرمنو ته د خياطۍ دري مياشتني کورس پرانيستل سو چارواکي وايي
ياد کورس دولايت مقام (PBGF) يا دولايانو پرګړنو دولاړي بوديجي څخه جوړي
سوي چې ددوتنو ښوونکو له لوري به دخياطۍ په برخه کي روزنه ورکول کيږي .

چارواکي زياتوي د کورس په پاى کي به يادوميرمنو ته دخياطۍ به برخه کي ټول
امکانات په واک ورکړي ولايتي چارواکي وايي دښځو لپاره نوري پروژي هم په
پلان کي لري چي په خبره يي په پلي کولوسره به يي دډيري ميرمنو داوزګارتيا
کچه راټيټه کړي .ددوي په وينا په زابل کي زياتي ميرمني دکورني اقتصادي
ستونزوله امله سوال اوفقر ته اړوتي چي دوي يي ددي لاري دژوند دښه کولو
هڅي کوي .