کور / تازه خبرونه / کندهار: دامان ته نوی ولسوال وټاکل سو

کندهار: دامان ته نوی ولسوال وټاکل سو

ښادي خان چي تر دې وړاندي د زابل ولايت د ښار صفا ولسوالۍ ولسوال وُ
دکندهار ددامان ولسوالۍ دولسوال او ددامان ولسوالۍ ولسوال حاجي سراج احمد
د ښارصفا ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل سوي .

هغه مراسيم چي په همدې موخه دسې شنبې په ورځ دکندهار د دامان ولسوالي په
ودانۍ کښي جوړ سوي وه پر محال يې دکندهار ولايت مقام د اداري او مالي
رئيس محمد امين کمين له لوري ښادي خان د دامان ولسوالۍ اوسيدونکو او
قومي مشرانو ته ور وه پيژندل سو .
هغه د خپلو خبرو پر محال د دامان ولسوالۍ د پخواني ولسوال حاجي سراج احمد
هڅي وستايلي او لايې هم ور څخه د ښه خدمتونو او همکاريو غوښتنه وکړه
نوموړي همدا راز د يادي ولسوالۍ د قومي مشرانو څخه وغوښتل تر څو د تېر په
څير د نوي ټاکل سوي ولسوال سره هم د امنيت او نورو هر اړخيزو کارونو کښي
ور سره مر سته وکړي او د ولسوالۍ د پرمختګ لپاره خپل توان دريغ نه کړي .

د دامان ولسوالۍ لپاره نوى ټاکل سوى ولسوال ښادي خان هم د ولايت مقام
څخه مننه وکړه چي په ده يې عتماد کړى او دا دروند مسئوليت چي د خلګو خدمت
دى ده ته يې وسپاره هغه ډاډ څرګند کړ چي ور سپارل سوې دنده به په پوره
اخلاص او صداقت سره تر سره کړي او د سيمي د اوسيدونکو څخه يې د پوره
همکارۍ او مرستي هيله وکړه .

دغه راز د يادي ولسوالۍ دشورا مشر حاجي پير محمد هم د قومي مشرانو په
استازيتوب نوى ټاکل سوى ولسوال ته د همکارۍ او مرستي ډاډ ور کړ او ترې و
غوښتل څو د پخواني ولسوال په څير د ولسوالۍ د پرمختګ ، پوهني روغتيا ،
بيارغوني ، زراعت او نورو برخو کښي پوره کوښښ او هاند وکړي .

همدا راز د غونډي په وروستيو کښي د ولايت مقام د مالي او اداري رئيس محمد
امين (کمين) له لوري د دامان ولسوالۍ اداري چاري رسماً نوي ټاکل سوي
ولسوال ښادي خان ته وسپارل سوي او په خپله دنده يې پيل وکړ .