کور / تازه خبرونه / دثقافت اوځوانانو دچارو وزير: حکومت پوځ ته د … درولو امر کړئ

دثقافت اوځوانانو دچارو وزير: حکومت پوځ ته د … درولو امر کړئ

دپاکستان دثقافت اوځوانانو دچارو وزير خواجه سعدرفيق ويلى دي چې حکومت پوځ ته په قبايلى سيمو کښې عمليات په بشپړه توګه درولو او پوځ بېرته راغوښتلو امر ورکړيدى لاهور کښې يوې دستورې ته دوينا پرمهال ښاغلى سعد رفيق وويل چې داتلسم فبروري وروسته په  قبايلي سيمو کښې دعملياتو کچه راکمه شويده اوحکومت په قبايلى سيمو کښې عمليات په بشپړه توګه بندولو حکم ورکړيدى نوموړي دغه خبره نده په ډاګه کړې چې پوځ به په څومره موده کښې بيرته راوغوښتل شي خواجه سعدرفيق زياته کړيده چې دقاضيانو دبحالۍ قرارداد به په دوو اونيو کښې دننه پارليمان ته وړاندې کړل شي نوموړي وايي چې د ولس مشر مشرف سره يواځي درې ملګرى پاته شويدي خو دى اوس هم دخپلې څوکۍ ساتلو په هڅه کښې دى ښاغلى رفيق تورلګولۍ دى چې دملتان دتشددڅخه په ډکو مظاهرو کښې دکراچۍ دمهاجرو ګوند ايم کيو ايم لاس لري خو په ډاګه يى ويلى چې دداسى کار اجازه به وچاته ورنکړي .