کور / تازه خبرونه / توغول شوي دمارټر ګولۍ په وزيرستان کښي ولګيدې

توغول شوي دمارټر ګولۍ په وزيرستان کښي ولګيدې

 دډيورنډ کرښې پورې غاړې څخه توغول شوې دمارټر ګولۍ په وزيرستان کښې ولګيدې او له امله يې درې تنه ژوبل شول دراپورونو ترمخه دافغانستان له لوري توغول شوې دمارټر پنځلس ګولۍ دسهيلي وزيرستان دانګوراډې په اړوندسيمو زيبا اونچګوره کښې ولګيدې په پېښه کښې ديوې ماشومې په شمول درې تنه ژوبل شويدي بلخواته دټانګ له سيمې څخه وسلوالو کسانو پورې اړوند کس همايون محسود مړۍ تيراسه شويدى خوچايې دزولو ذمه داري په غاړه نده اخستې .