کور / تازه خبرونه / چمن : دقانون څخه دسرغړوني په خبر احتجاجي لاريون وشو

چمن : دقانون څخه دسرغړوني په خبر احتجاجي لاريون وشو

په چمن کښې د پښتونخواملى عوامي ګوند پرغوښتنه داوړو دبحران دبريښنا دلوډشيډنګ اوپه ښار کښې دقانون څخه دسرغړونې په خبر احتجاجى لاريون وشوډيورنډ کرښى ته څيرمه دبلوچستان رياست په چمن  ښارکښې دپښتونخواملى عوامي ګوند په لاريون کښې په لوى شمېر خلکو ګډون وکړ په لاريون کښې ګډون کوونکو ته دګوندمخکښ قهارخان دودان په خپله وينا کښې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې داوړو دبحران مخه دي ونيول شي او په چمن او قلعه عبدالله کښې دې دغلاوو ډاکو اوتښتونو په پېښو کښې دزياتوالى په ضددي اقدامات وشي.