تښتونکي د طارق عزيز په بدل کښي د بوټو د … غوښتنه کوي

د لراوبر اداره | اپریل 20th, 2008


دطارق عزيز الدين تښتونکو دنوموړي دخوشي کولو په بدل کښې دبې نظيربوټو دقتل په دوسيه کښې نيول شوودرې تنوپه شمول دخپلو دولس ملګرو دخوشي کولو غوښتنه وکړه بريتانوي خبري سرچينې دراپور ترمخه په افغانستان کښې دپاکستان سفير طارق عزيزالدين چې دوې مياشتې وړاندې دخيبرايجنسۍ په سيمه کښې وتښتول شو تښتوونکو يې په بدل کښې پربې نظير بوټو دبريدپلان جوړونکو اعتزازشاه حسين او رفاقت دخوشي کولو غوښتنه کړيده تښتوونکو داسلام آباد دسورجومات خطيب مولانا عبدالعزيز دکالعدم نفاذ شريعت محمدى مشر مولانا صوفي محمدشيرزمان مسعود نورخان او نوروپنځو طالبانو دخوشي کولو غوښتنه هم کړيده دسفير په بدل کښې چې دکومو کسانو دخوشى کولو غوښتنه شويده دغه اکثريت له بيت الله محسود سره اړيکې لري.


 طارق عزيزالدين



 

Copyright Larawbar 2007-2024