کور / شعر / الله هو الله هو الله هو

الله هو الله هو الله هو

الله هو الله هو الله هو
يو ماشوم د مور په ګيډه
پريښتې ترېــــنه چاپيره
ورته وايي مبارک شه
ځې دنيا ته ، ځې دنیا ته
هلته مینه ده مستی ده
هلته هره خوا هستی ده
هلته مور ده ، هلته پلار دی
رنګ په رنګ ښکلی بهار دی
الله هو الله هو الله هو
د ده نه لويږي زړګي ته
ورته خاندي ورته وايـي
دا دنيا ده ، زه پکـــې يم
نه بيګا شته ، نه سبا شته
نه رڼا او نه هوا شـته
خیالیګره زه دې نه منم خيالونه
زه دې نــــــــــــــــه منم پندونه
الله هو الله هو الله هو
شپه سبا شي ، دی پيدا شي
له خپل اصل نه جدا شـــی
په ژړا شي ، ورو ورو وغړوي سترګی
دی بينا شي ، هره خوا نغمه سرا شي
د سپیدو په مناره کی
د قرآن په سپاره کی
ورته وايي ، دا دنيا ده ، بې بقا ده
راځه ځو بلـې دنــيا ته
راځه ځو خپــلې بقا ته
آسمانی ښکلی فضا ته
ابدیت او بسـم الله ته
هلته بله پاچاهــی ده
شفاعت او خدايي ده
تر ابده زنده ګــي ده
د ده نه لويږي زړګي ته
چې ريښتيا بله دنيا شـته .
الله هو الله هو الله هو