کور / هستوي فزيک / آیا سي ټي سکن CT Scan معاینه بدن ته زیان لري؟

آیا سي ټي سکن CT Scan معاینه بدن ته زیان لري؟

سي ټي سکن CT Scan څه شی ده ؟

په تشخصیه مواردو کې ورنه کار اخیستل کیږي.سي ټي سکن د انګریزي له Computed Tomography Scan څخه اخیستل شوې چې د ایکس وړانګو او پیچلو کمپیوټري سافټویرونو په مټ د انسان وجود له بیلابیلو برخو څخه په دقیقه توګه انځورونه اخلي. دا ماشین د انسان داخلي سیسټم، هډوکو، پستو انساجو او وینې له رګونو څخه انځورونه اخلي. د دې ماشین انځورونه د عادي ایکس وړانګو ماشینونو په پرتله چې یواځې دوهسي ټي سکن د انسان له وجود څخه د انځور اخیستنې یو ماشین دی چې اړخیزه انځورنه کوي ډير روښانه او په آساني سره د لیدلو وړ وي ځکه چې سي ټي سکن دری اړخیزه یا D3 انځورنه کوي، دا ډول انځور اخیستنه له ډاکټرانو سره د سرطان، د زړه ناروغیو، تخریب شویو انساجو او داسې نورو ناروغیو په تشخیص کې چې په ایکس وړانګو باندې یې تشخیص ناشونی وي مرسته کوي.
د سي ټي سکن اخیستلو په وخت کې په لاندې کچه باندې وړانګې د انسان وجود ته ننوځي:

د سینې له ایکس ری سره یې پرتله>مینځنی اغیزمن دوز(mSv)>د نسج ډول
۱۰۰ ۲ سر
۱۵۰ ۳ غاړه
۱۵۰ ۳ د کلسیم مالومول
۲۶۰ ۵.۲ د سږیو انجوګرافي
۳۰۰ ۶ د ملا تیر
۴۰۰ ۸ سینه
۴۳۵ ۸.۷ د زړه انجوګرافي
۵۰۰ ۱۰ ګیډه
۵۰۰ ۱۰ خاصره لګن
۵۰۰ ۱۰ مجازی کولونوسکوپی
د ایکس وړانګو او سي ټي سکن د وړانګو دوز تر مینځ توپیر دادی چې د ایکس رې په حالت کې وجود یواځې له یوه اړخه وړانګې اخلي چې د وړانګو تر ټولو لوړ دوز د وړانګې اخیستونکي اړخ په مرکزي برخه کې وي په داسې حال کې چې په سي ټي سکن ماشینونه ټول وجود ته له هرې خوا وړانګې ورکوي چې دا په خپله د وړانګو د لوړ دوز اخیستنې لامل ګرځي.
سي ټي سکن ماشینونه د وړانګو لوړ دوز خپروي چې موئثر دوز یې له ۲ څخه بیا تر ۲۰ ملي سیورټه پورې رسیږي. د وړانګو دغه کچه یو انسان په عادي حالت کې له طبیعي منابعو څخه په ۸ کاله کې اخلي (هر کال شااوخوا ۲.۴ ملي سیورټه). ځيني سي ټي سکن ماشینونه آن تر ۲۰ ملي سیورټ نه هم پورته وړانګې خپروي.

څو ځلې د سي ټي سکن په مټ طبي انځور اخیستنه وجود ته زیان لري ؟
د دې پوښتنې لپاره کره ځواب نشته ځکه کله کله د سي ټي سکن په مټ انځور اخیستنه دومره اړینه وي چې ډاکټر ورته د وارونو شمیر نه محدودي خو په هر حالت کې د وړانګو ډیره وړه کچه هم کولای شي د سرطان لامل وګرځي. خو ډاکټرانو ته د بیلابیلو ناروغیو لپاره د سي ټی سکن د اخستلو تعداد په ګوته شوی دی او ډاکټران باید هغه تل کلک په پام کې ونیسي. د دې لپاره چې د متعددو سي ټي سکن معاینې څخه ځان وژغورۍ ښه به دا وي چې تل د خپل سي ټي سکن او یا هم ایکس رې معاینې انځورونه او پاڼې له ځان سره مصؤون وساتۍ او تل د خپل سي ټي سکن او یا هم بلې معاینې نیټه او د فایل نوم له ځان سره یاددښت کړۍ. ماشومان دې تر وروستي بریده کوښښ وکړي چې سي ټي سکن وانخلي او په ځای یې د نورو ورته معاینو میکانیزم وکاروي.
آیا د امیدوارۍ په وخت کې سي ټي سکن اخیستل زیان لري ؟
د سي ټي سکن معاینه د امیدوارۍ په وخت کې ممنوع نده خو که چیرې له اومیدوارۍ نه مخکې ځل سي ټي سکن پایلې وساتل شي نو د بیځایه آیونایزکونکو وړانګو له اخیستلو څخه به ډ ډه وشي. د اومیدوارو ښځو لپاره د ګیډې په ساحه کې د سي ټي سکن اخیستل ماشوم ته د آیونایزکونکو وړانګو د رسیدلو له کبله نه تجویزیږي. خو د سر، سینې او سږیو سي ټي سکن بیا کوم محدودیت ورته نه لري. که چیرې د مور د مړینې خطر موجود وي او د ګیډې په ساحه کې سي ټي سکن ته اړتیا وي بیا نو کوم محدودیت نشته خو تر ډيره بریده دې کوښښ وشي چې اومیدوارې میرمنې دې سي ټي سکن له اخیستلو ډډه وکړي. هر کله چې اومیدوارې میرمنې ډاکټر ته مراجعه کوي د سي ټي سکن د تجویز په صورت کې دې ډاکټر په دې پوی کړي چې دا اومیدواره ده.