کور / تازه خبرونه / فارياب: ځانمرګي شاوخوا ٤٠ تنه لمونځ کوونکي ووژل

فارياب: ځانمرګي شاوخوا ٤٠ تنه لمونځ کوونکي ووژل

نن د لوى اختر پر اوله د فارياب ولايت په مرکز ميمنه کي يوه ځانمرګي له خپل ځان سره د ٤٠ په شاوخوا کي لمونځ کوونکي ووژل.
د فارياب والي عبدالحق شفق بي بي سي ته ويلي چي ځانمرګي ځان د مسجد په دروازه کي هغه وخت چاودلى چي خلګ د اختر د لمانځه دپاره راټول سوي وو.
د ښاغلي شفق په وينا په مړو کي پر څو تنو پوليسو سربېره ښځي او کوچنيان هم شامل دي او همدا راز په پېښه کي تر ٥٠ ډېر کسان ټپيان دي.
د دې حملې مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى، خو د مخکنيو ځانمرګو حملو مسئوليت همېشه يا طالبانو او يا هم د اسلامي حزب ډلي پرغاړه اخيستى دئ.
دا حمله په داسي حال کي ترسره سوې چي د طالبانو مشر ملامحمدعمر د لوى اختر په پيغام کي خپلو سرتېرو ته د ملکي کسانو د نه وژلو او هغوى ته د اسانتياوو د رامنځته کولو توصيه کړې وه.