کور / کره کتنه / دګیلې ،شکایتونواوویر پرځای مسلکی کتابونه ولیکئ!

دګیلې ،شکایتونواوویر پرځای مسلکی کتابونه ولیکئ!

زه هره ورځ دسهار چای دڅښلوڅخه وروسته د رسنیوپه لوستلوباند خپله تنده ماتوم . زمالپاره دلوستلوارزښتمنې رسنۍ عبارت دي له :
لراوبرویبپاڼه،بېنواویبپاڼه ،بې بې سي ویبپاڼه اوداسې نورې پښتوژبې ویبپاڼې هم درواخله .
هغه څه چې ماپه دې اړوندځوروي دادي چې هر افغان پښتون خوپه تیره بیا پښتانه مسلکي کارپوهان دهیوادچارواکوڅخه سرټکوي ،شکایت کوي ،ګیلې کوي ،ویرکوي اوحتی کله خو خبره ان ترښکنځلې پورې هم ورسیږي . دامسلکي کارپوهان دقلم جهادپه واسطه، تښ په نامه پښتانه چارواکي ټکوي ، سپکوي اودزړه بړس پرې وباسي . ریس جمهورکرزی صاحب خولاپریږده . دلته چې خبره دکرزي صاحب په هکله پیل شوه نوبایدووایم چې کرزی صاحب خودهرپښتون اوغیرپښتون دښکنځلوزده کولوپه موخه دتجربې لابراتوارګرزیدلی دی . ځینولیکوالانو خوهغه ته دملانصرالدین نوم ورکړی دی . هغه دچاخبره هرڅوک ورباندې خپل یاسین شریف تیزکوي . په دې اړوندماته یوه کیسه راپه یادشوه :
دکیسي عنوان دی : ( زه خپل یاسین تیزکوم )
یوه ورځ په یوه کلي کې سړی مړشوی وو. دجنازي لپاره ملاته ضرورت پیداشو. خوملاپه سفرتللی وواوپرځای يي طالب جنازي ته راغی . خلک ډیرخوشحاله شول چې دجنازي مراسم به ددودسره سم ترسره شي . څرنګه چې طالب همداموقع دخدایه غوښته نوډیرخوشحال شوچې ملانه شته . داځکه چې په نورووختوکې به ټول دجنازي مراسم ملاپخپله غاړه اخیستل اوطالب ته به یې هیڅ چانس نه ورکولو. طالب هم ډیرآیتونه یادکړي وواوپریکړه يې وکړه چې همدايي وخت دی چې زه خپل زده کړي آيتونه تمرین کړم . جنازه پیل شوه،طالب په آیتونوشروع وکړه ،آیتونه دوام لري اوجنازه همداسې پرته ده . ډیره موده تیره شوه خوطالب نه خلاصیږي اویوآیت په بل پسې پيل کوي . باالخره یوه چړي ورته رانږدې شواوپه غوږکې ورته وپسیده :
چړي : دجنازي مراسم زرختم کړه داځکه چې خلک نوره حوصله نه لري ،هغه بل ملاصاحب خوبه دومره نه اوږدول .
طالب په ځواب کې ورته وویل .: زمايي په خلکوڅه غرض ، زه خوخپل یاسین شریف تمرین کوم ،داځکه چې که ملابیرته راشي بیاخوماته داچانس نه راکوي . دلته هم هرڅوک په کرزي صاحب باندي خپل یاسین شریف تیزکوي .

تاسې سرلوړي لوستونکي بایدغلط پوه نه شئ چې ګڼه زه به دلاس ناستو بې واکه افغان چارواکوڅخه دفاع کوم . داسې خبره نه ده . تاسې باوروکړئ چې زه پخپله دټولوهیوادوالوپه پرتله دلاس ناستوچارواکوپروړاندي زیات مخالف دریزلرم . خودلته خبره دعلم ،منطق،وس اوسیاسی فلسفي ده . الله ج انسان ته دتکامل په دوره کې دومره پیاوړي ماغزه اوپه تیره بیا دومره عصبي حجري ورپه نصیب کړي دي چې هرډول سیاسي ،فرهنګي اوپوځي تګلارې سنجولای شي . خوخبره داده چې کله ،په کوم ځای کې ،څنګه اودچاپرمقابل کي سمبالې شي . دتګلارو،چلنلارواوکړنلاروټاکل دانسان سالم عقل ته اړتیالري .
اوس به راشواصلي موضوع ته .
په دې خبره باندې خوهرافغان فرد او نن ورځ خوحتی یوماشوم هم پوهیږی چې افغانستان په زوراشغال شوی هیواددی . لږڅه ټول لوړپوړي چارواکي دبهرنیانوپه واسطه ټاکل کیږی . دراتلونکي وخت لپاره هم تمه نه شته . نودابه څه مانا ولري چې دلوړپوړوپښتنو چارواکو په هکله زموږ غوښتنې دومره لوړي وي. په دې اړوندخویومتل دی :
هغه دچاخبره چې موږ غواړودپسورمه په لیوانو باندې وساتو .
دلته لاندي پوښتنه پیداکیږي .
په اوسنیوکړکیچنوشرایطوکې موږ مسلکي کارپوهان څه وکړو؟ :
پښتنو مسلکي کارپوهانوته زماپیغام دادی چې خپل وخت په شکایتونو،ښکنځلواوویرکولوتیرنه کړي بلکې دپښتوژبې دعلمي کولوپه موخه په ګډه سره خپلی مټې راونغاړي. داځکه چې دهیوادلوړپوړي پښتانه چارواکی نه ددې نیت لري ،نه دومره فرهنګي شعورلري اونه دومره زړه ورتوب لري چې داساسي قانون په رڼاکې دپښتوژبه دهیواد په ټولو ښونځیو،عالي مؤسساتو اودفترونوکې وچلوي . که موږددوی په تمه کینو،نودچاخبره تورې مرغۍ به سپينې شي . وروستۍ کړنلاره دچارلس داروین Social Darwinism اجتماعي تدریجي تکامل پراساس ترسره کیږي چې څوملیونه کاله وخت نیسي .
لنډیز:
په هیوادکې دننه اویاپه بهر کې هرپښتون مسلکي کارپوه ددې پوروړی دی چې پخپل مسلک کې په پښتوژبه کتابونه ولیکي ،وژباړي اویا يې که داهم دوسه پوره نه وي ،نواړین ده چې دپښتوژبې کتابونودچاپ کولولپاره مالي مرسته وکړي . زماپه فکردالله ج له خوابه په رښتیاسره کومه معجزه وه نه شی چې ټول مشکلات راته حل کړي . لکه چې الله ج فرمايلي دي :
(بنده دتاله خوا حرکت زماله خوبرکت)
په پښتوژبه دکتابونولیکل نه داچې دپښتوژبي زوال ته دپای ټکي کیښول دي بلکې داسلام دین په رڼاکي ډیرثواب اواجرونه هم لري .
پای
په ډیره مینه
نطرمحمدسلطانزی
نیټه : داوکټوبرمیاشتي اته ویشتم
ځای : دجرمني هیواد