کور / شعر / بی اختره

بی اختره

دغـه اختـــــر به بی له تا څـــه کــــوم
نـوره ښـــــادی زه بی له تا نـه کــــوم
نه به نکریزی٬اختری نه پتـاسې لـرمه
نـوی جــامی او اتڼـونه ددنیا څه کـــوم
ســتا روښنــــــایی چه په کی نــــه وی
بـــی له تــا ژوند او دا رڼـا څـه کــــوم
ستــا دنیــــمګړو ارمــانونو ځـــارشـــم
زه دې نـابـود وای دا بـقـــا څه کــــوم
زه بـی له تـا نـه، کــوم اختــر نه لـــرم
دغه راتـلل یی په بیــا٬بیــا څـــه کـــوم
داخـــترونو ډول ســـــینګار خو ته وې
نور بـه اختــر زه بـی له تــا نه کــــوم
نور بـه اختــر زه بـی له تــا نه کــــوم

ګهیځ بلجیم 2012/10/25