کور / کیسه / پرده

پرده

هغه هم دَ پښتنو او سعوديانو په شان دَ پردې په حق کښې ؤ ـ دَ اختر ورځې وې ، وړو له څه دَ جامو ، پېزارو اخستو دَ پاره هغه ښځه دَ ښځو مارکيټ ته بوتله ، ښځه ئې مارکيټ ته ننوته او دې ورته په خپل ګاډي کښې کيناستو او انتظار ئې کولو ـ
څه سعت پس ورته ښځې مس کال ؤکړو،نو دې دَ مارکيټ دروازې له وراغلو خو ټولو ښځو بورقې په سر کړې وې ، ده په کښې دَ يوې دَ لاسه سامان واخستو خو هغه دَ ده ښځه نه وه ـ هغې چغې کړې ، نر ښځې راغونډ شول ، په ده ئې راکيښودل او سم دَ بوسو سخې ئې ترې جوړ کړو ـ
کور ته چې راغلل نو خپلې ښځې ورله زخمونه ټکورول او ده به په زبيرګو زبيرګو کښې وې ، دَ داسې پردې دي بېخ اوځي زما ئې بېخ اووستو.