کور / تازه خبرونه / د ايتلافي ځواكونو دوه موټرپه بمونو الوزولي شوي

د ايتلافي ځواكونو دوه موټرپه بمونو الوزولي شوي

طالبان وايي چې د خوست ولايت د صبريو په ولسوالۍ كې يې د ايتلافي ځواكونو دوه موټرپه بمونو الوزولي  او د پكتياپه زرمت كې يې د ايتلاف ځواكونودوه نور موټر په راكټونو ويشتلي او اداعاكوي موټراو پكې سپاره سرتيري يې وژلي او دوه تنه طالبان هم ټپيان شوي دي.
د طالبانو يوتن وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د خوست په صبريو ولسوالۍ كې يې د ايتلافي ځواكونودوه موټرونه په بمونو الوزولي او ادعاكوي چې داوړه موټر او پكې سپاره ټول سرتيري يي له منځه وړي دي.
  همداشان نوموړى وياند زياتوي چې د پكتياپه زرمت ولسوالۍ كې يې هم د ايتلافي ځواكونو د موټر پر كاروان د راكټونو بريد كړى، دى ادعاكوي چې پدې بريد كې يې هم دوه موټر ويشتلي او پكې سپاره ټول سرتيري او هم د دوى موټرله منځه وړي ، او په خبره يې په بريدكې دوه تنه طالبان هم ټپيان شوي دي.
 خو په خوست  كې د ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي چې په صبريو كې د دوى په موټرو چاودنه نه ده شوې خو دامني چې په زرمت كې يې پرسرتيروبريد شوى خو دوى ته يې كوم زيان نه دى اړولې، خو اداعاكوي چې يو طالب پكې وژل شوى او څو  نور ټپيان شوي دي.