کور / تازه خبرونه / كندهار:دخرقې مطهرې ودانۍ داندېښنې وړده

كندهار:دخرقې مطهرې ودانۍ داندېښنې وړده

دخرقي مباركې متوليان وايي چې كه دولت ددغه مقدس ځاي په بيارغاونه كې پاملرنه ونه كړي نوهغه ټول ظريف جوړښت يي چې ددغه مبارك ځاي په ظاهري ښكلاكې ځانګړي ځاي لري لمنځه ولاړسي .


خرقې مباركې ته په اونۍ كې له درست افغانستان اوله بهرڅخه په سل ګونوزيارت كونكې  راځي اودخداي تعالاپه حضوركې يې په بركت ده خپل زړه دموراددپوره كولودوعاګانې كوي .


خوبياهم دغه  مقدس ځاي ته چې پردرست افغانستان دالله تعالاستراحسان بلل كيږي لكله څنګه چې ښايي هومره پاملرنه نده ورته سوې .


دخرقي مباركې داحاطې په منځ كې  دنږدي كورونوله منځ څخه دراوتلولښتيانو تربل هرڅه زياته ناپاكې جوړه كړي .


دخرقې مباركې يوتن متولي پرهغوټولوځايونووګرځولم چې په ريښتاسره يي هم بيړنې پاملرنې ته اړتيالرل .


متولي په خاص ډول دمرمرواوروخان ډبروهغه ځايونه راته وښودل چې ياخوپه ټوليزه ډول دباندني چت له سرڅخه راغورځيدلي وې اوياهم اوس درانړيدوپه حال كې وې .


دخرقې مباركې دوداني دباندنې ديوال روخان اومرمرډبري دافغانستان دپخواني پاچاه مرحوم اعليحضرت محمدظاهرشاه په لارښونه دده دواكمني پرمهال پكې كارسوي .


خوله شپيتوڅخه زياتي ډبري يي تيره ورځ له ديواله راغورځيدلي اودځمكي پرمخ تيكه تيكه پرتې وې .


دخرقي مطهري ديوتن متولي په خبره چې نه تنهادغه ډبري په كندهاركېدووړدي بلكي په افغانستان كې به هم ډيري كمي پيداسي .


نومه وړي له هغوډبرڅخه هم انديښنه وښودل چې دم كړي دخرقې مطهري دودانۍ له باندني ديوال څخه دراجلاكيدوپه حال كې وې .


ددې ترخواپه خرقه مباركه كې دبريښنانه شتون هم متولي هغه څه په ګوته كړل چې په وينايي دزياتي ناپاكې ،تارېكۍ اونه سرسبزي سبب ګرځېدلې .


متولي هغوسترګروپانوته ګوته ونيول چې دبر يښنادنه شتون په وجه پكې مرغانوځالي جوړې كړي .


دنومه وړي په خبره  تيركلونه كله چې پخواني پاچاه مرحوم عليحضرت محمدظاهرشاه به دخرقې مطهري دزيارت لپاره راتلۍ نودودانۍ په په اتياميترۍ كې به يي خپل بوټونه ايستل، خواوس ددغه مبارك زيارت په نږدي واټن كې دپلي تګ راتګ لارجوړه سوې .


دخرقې مطهري دودانۍ داخيلي برخه بياهم ساتل سوي خوبهرني برخه يي دانديښنې وړده .


ددي ترخوادودانۍ په منځ كې دناستي ځايونه هم په مټ خاورو بدل سوي اودناستي ځاي پكې نه ترسترګوكيږي .


متوليان وايي چې كه يې بريښناپه واك كې وايې نوټول به يي په شين ګياه بدله كړې وايي .
ويل كيږي چې په نوروهيوادونوپه تيره بيابه په ګاونډيوهيوادونوكې نه تنهاداچې دولت ومقدسوځايونوته ځانګړې پاملرنه كوي بلكې دهغه هيوادونوملي تجاران اوشتمن كسان يي هم په هره برخه كې زياته همكاري كوي .
دخرقې مباركې متوليان هم له ملي تجرانواوشتمنوافغانانوڅخه غوښتنه كوي چې دخرقې مطهرې په بيارغاونه كې دي مرسته وكړي .


خرقه مباركه دستراحمدشاه بابا له لوري له سمرقندڅخه كندهارته راليږدول سوې .
ويل كيږي پخواكلونوچې  به كله يوه وژونكې ناروغې دانسنانوپه منځ كې راپيداسوه  نودخداي تعالادربارته به دغه خرقه مباركه راوايستل سوه اوالله تعالابه ددغې خرقي مباركې په فيض اوبركت هغه وژونكې ناروغې دانسانانوله منځ څخه لري كړه .


داسلامي تاريخ له مخې كله چې حضرت سروركائنات دمعراج په شپه دالله تعالاحضورته ولاړنودغه خرقه شريفه دسروركائنات پراوږوه