کور / تازه خبرونه / ناټو وايي د کندهار په حوض مدد کي يې پنځه طالبان وژلي

ناټو وايي د کندهار په حوض مدد کي يې پنځه طالبان وژلي

 د سپين پير په سيمه کې حوزي مدد ته نږدي پينځه وسله وال طالبان ووژل شول دا خبر د کندهار په نړيوال هوايي ډګر کي د ناټو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا لراوبر ته رسيدلئ ، خبر زياتوي چي دغه کسان د ناټو ځواکونو په ميزايل ووژل شول ، خبرپاڼي دا نه ده څرګنده کړې چي دا مېزايل له مځکي مځکي ته ميزايل وه که د الوتکو د بمبارۍ له لاري ويشتل سوي دي . د خبرپاڼي په بل ځای کي راغلي چي زموږ سره ډيرطاقتوراو اغيزناکي اسلحي دي چې د افغانستان دښمنانو ته په ښه توګه ماته ورکوي.


په سهيل لويديځو سيمو کي تل د ناټو ځواکونو د عملياتو پر مهال ولسي وګړو ته زيان رسيږي خو افغان دولت او ناټو ځواکونه ولسي وګړو ته زيان رسول نه مني . د پروني عملياتو په اړه تر اوسه د ولسي وګړو د سرزيان په اړه څه نه دي ويل سوي .


بياهم له کندهار هوايي ډګر څخه په راسيدلي يوه بل خبر کي ويل سوي چي د افغانستان د ملي اردو سرتيرو د کندهار ولايت د سنځري په سيمه کي دوه طالب جنګيالي  هغه مهال ونيول کله چي طالبانو ددوی پر امنيتي پوسته بريد وکړ ، په خبر کي دا نه ده څرګنده سوې چي د طالبانو له خوا پرامنيتي پوسته په بريد کي دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده که څنګه ،  ، خبرپاڼه وايي چي د وسلو يوه زېرمه هم کشف سوې ده ، د وسلو په نيول سوې زېرمتون کي ډيري مهمي وسلې لاسته راغلي ، په خبرپاڼه کي دوسلو د ډول په اړه جزيات نه دي ورکړه سوي .