د مخالفو مشرانو نيوني د کندهار له امنيت سره مرسته کړې
په کندهار ولايت کي د افغان ملي امنيتي ځواکونو په هڅو او کوښښونو په وروستيو څو مياشتو کي د وسلوالو مخالفينو لوړ پوړي او ټيټ پوړي قومندانان نيول سوي چي پرامنيتي حالت يې ډېر مثبت تغير اچولى دى.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن د خپل کار په دفتر کي د ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو او په سهېل کي د ايساف د ګډي قومندانۍ د قومندانانو سره وکتل او د ولايت پر امنيتي مسايلو يې ورسره مفصلي خبري وکړې.
والي وويل چي د افغان امنيتي ځواکونو ګډ او خپلواک عمليات چي د ښار ترڅنګ په بيلا بيلو شمالي او غربي ولسواليو کي سوي مؤثر تمام سوي او د مخالفينو د پټن ځايونو د له منځه وړلو ترڅنګ يې د هغوى کليدي مشران هم وژلي چي له دوامداره امنيت سره يې مرسته کړې ده.
نوموړي افغان ځواکونه وستايل چي د اختر په شپو ورځو کي يې د کندهاريانو لپاره د ښه امنيت په برابرولو کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې او مخالفين يې پرېنښوول چي خپلي شومي کړني او ورانکاره فعاليتونه سرته ورسوي.
هغه زياته کړه، اوس ضروري ده فکر وسي ترڅو دغه حالت تر اختر وروسته هم پر همدې توګه پاته سي او ددې سيمي اوسېدونکو ته د اوږدمهال لپاره سوله او امنيت راسي.
کندهار والي د ننۍ ليدني پرمهال وويل چي د خلکو په مرسته او همکاري سره د کندهار په غربي ولسواليو کي هم امنيتي حالت په بېساري توګه سره ښه سوى چي په نتيجه کي يې پر دولت باندي د خلکو باور او اعتماد زيات سوى دى.
نوموړي يادونه وکړه چي د مخالفينو د ناوړه کړنو او اعمالو له خاطره ټول خلک تر پزي راغلي دي او هرڅوک په خپله خپله ساحه کي امادګي لري چي په يوازي ځان د مخالفينو د بيا راتګ او ځاى پر ځاى کېدو مخه ونيسي.
هغه همداراز وويل چي په هغو سيمو کي، چي عمليات کيږي مهمه ده وروسته پرمختيايي پروژې هم پلي سي ترڅو پکښي خلکو د کار روزګار زمينه مساعده سي او د مخالفينو لخوا د ورانکارو کړنو لپاره ونه ګمارل سي.
په ننۍ ليدنه کي دواړو خواوو د اقتصادي حالت پر ښه کولو، په ليري پرتو سيمو کي د امنيتي حالت د بهترۍ او د کندهاريو توليداتو لپاره د نړيوال بازار پيداکولو په ارتباط بحث وسو او په اړه يې پر ممکنه لارو چارو او اقداماتو نظرونه تبادله سول.