هلمند: ماينونو ۱۱ ملکيان مړه او ۶ تنه ټپيان کړل

د لراوبر اداره | اکتوبر 31st, 2012


په هلمند كې د ماينونوپه دوه چاودنوكې زموږیولس تنه بيګناه هيوادوال شهيدان او۶ نورټپيان شوي دي.
دهلمند چارواکي وايي لومړئ چاودنه د طالبانو لخوا د ښخ كړل شوي ماين له امله د چهارشنبې په ورځ د نهوبجوپه شاوخواكې د موسى كلا ولسوالى د كښته ديزور په سيمه كې د ولسي وگړوپه يوه سراچه موټررامنځ ته شوې ده چې په پايله كې يې درى تنه ښځې،درى د كم عمرماشومان،څلورنجونې شهيدان اودوه سړي ټپيان شوي دي.

پرهمدې مهال دوهمه چاودنه هم دماين له امله د نوموړې ولسوالى په كنجك سيمه كې پريوه موټرسيكل رامنځ ته شوې ده چې په پايله كې يې يوسړى شهيد،يوه ښځه اودرى ماشومان ټپيان شوي دي.

که څه هم طالبانو ددغو پېښو مسوليت نه دی منلی خو دولت يې پړه پر طالبانو ور اچولې ده .
طالب وسله وال او دولت هميشه ددغسي پېښو پړه پر يو بل ور اچوي ، دولت وايي چي طالبان د تګ راتګ پر لارو ماينونه ښخوي او طالبان ادعا کوي چي دولت طالبانو د بدنامولو د پاره دغسي پېښي رامنځته کوي ، ملامتي که د هري خوا وي ، قرباني يې ولسي وګړي ، ښځي او ماشومان ورکوي او تر اوسه دداسي پېښو شمېر يوازي په جنوب غرب حوزه کي تر سلو اوښتئ دی چي په سلګونو بېګنا ولسي وګړي پکښي مړه يا معلول سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024