يو امريکايي عسکر د طالبانو په بريد کي ووژل سو
د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي څخه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي يو امريکايي سرتيرئ نن د نوامبر پر اوله نېټه د وسله والو طالبانو په بريد کي وژل سوی دی .
په دې خبرپاڼه کي دماخستن په ۲۳:۲۰ دقيقې خپره سوه د پېښي دقيق ځای او د بريد د څرنګوالي او نور زيان په اړه جزيات نه دي ورکړه سوي .
تر دې وړاندي د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي لراوبر ته ويلی وه چي د تيري شپې راهيسي يې د کندهار اوهلمند په ولسواليو کي پر امريکايانو بېلابېل بريدونه کړي او دوه ټانکونه يې په ماينونو الوزولي دي .
په داسي پېښو کي د امريکايانو او طالبانو لخوا د پوځي عملياتو او تلفاتو په اړه ضد او نقيض معلومات ورکول کيږي.