حامدکرزی:د کابل بانک جايدادونه ليلام کړئ

د لراوبر اداره | نوومبر 2nd, 2012


د کابل بانک د تصفيې مدير حميدالله محبي وايي ولسمشر حامدکرزي د کابل بانک د ستونزي د څېړلو محکمې ته حکم کړی چي له هيواده بهر د کابل بانک د سهم لرونکو جايدادونه ليلام او پيسې يې د افغانستان دولت ته وسپاري .


د ښاغلي محبي په وينا تر اوسه د عرب اماراتو په دوبی کي يو شمېر د کابل بانک په پيسو رانيول سوي ودانۍ ثبت سويدي ، نوموړی وايي د ۱۱۹ ميليونه او ۶۰۰ زره درهمو په ارزښت د يوولسو ملکيتونو بيه د دغه هيواد د ملکيتونو د ادارې لخوا جوته شوې او تراوسه د ۲۲ ميليونه او ۵۰۰ زره درهمه يوه ودانۍ پلورل شوې او يوه ودانۍ هم د ۳۰ ميليونه او اته سوه زره درهمه او يو کور په لس ميليونه او اوه سوه زره درهمه د پلورو په اړه موافقه شوې ده او په اوسني وخت کې به په دوبۍ کې د پخواني کابل بانګ د ونډه لرونکو اته ملکيتونه د دغه هيواد د دولتي ادارو په مرسته ليلام ته وړاندې شي. خو نوموړی وايي چي ليلام ته د وړاندي شوو جايدادونو په برخه کي هم له ستونزي سره مخامخ دي ځکه چي تر اوسه پوري يې څوک د رانيولو لپاره نه دي حاضر شوي.


دا مهال شاوخوا ۴۰۰ مليونه ډالره د کابل بانک له حسابونو څخه بهر ايستل سوي او تر اوسه يې په اړه معلومات نسته .


د کابل بانک په لانجه کي د افغانستان بانک د پخواني ريس عبدالقدير فطرت په ګډون ۲۳ کسه تورن بلل سوي دي ، ولسمشر کرزي نن د ماليې وزير او د افغانستان بانک ريس ته وويل چي د افغانستان ته د ښاغلي فطرت د راستنولو په اړه هڅي وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024