کور / سپورټي / کندهار ښاروالۍ د کرکيټ لوبډلو سره مرسته وکړه

کندهار ښاروالۍ د کرکيټ لوبډلو سره مرسته وکړه

دکندهار په ولايت کي دکرکټ د ٨ لوبډلو سره دکندهار دښاروالي لخوا دکرکټ د سامانو مرسته وسوه، دغه سامانونه
نن دکندهار پر ٨ لوبډلو دکندهار دبدني روزني دآمر محمدالله ګلالي او کندهار دکرکټ مسئول محمد مسعود رحماني لخوا پر لوبډلو تقسيم کړل سوه.
دغه سامانو کي د ٨ لوبډلو لپاره مکمل لباس، بوټونه، بيټونه، پيډونه، دسکلي، هلميت او داسي نور دکرکټ دلوبي دضرورت وړ سامان شامل و.

دسامانو د ويشلو وروسته دکندهار دبدني روزني آمر او دکرکټ مسئول دکندهار د ښاروال ددي مهرباني او مرسته څخه مننه وکړه او دهغه دغه کار يي د ځوانانو د پاره ډير دقدر وړ و بلي، هغوى زياته کړه چي ددي سره به ځوانان نور هم د لوبو و خواته تشويق سي او دا به دکرکټ دلوبي په پرمختګ کي دځوانانو سره نوره هم مرسته وکړي.

هغوى دکندهار ښاروال د منني ترڅنګ پرنورو دولتي چارواکو او تجارانو ږغ وکړ چي دلوبو سره مرستي وکړي څو ځوانان نور هم تشويق سي .
د سامانو د تقسيم وروسته دهمدغه اته لوبډلو ترمنځ سيالي هم پيل سوي چي يوه اووني به دوام وکړي.