کور / شعر / قبول نده ډېورند

قبول نده ډېورند

هډوکي مې که غوڅ کړي هر اندام څوک بند په بند
قبول نده ډېورند قبول نده ډېورند

انګرېز ده اوس غښتلۍ په چل ول کې ښاغلۍ پنجاب ورته منلۍ
موقع ده ورته جوړه اوس غچ اخلي د مېوند
قبول نده ډېورند قبول نده ډېورند

هډوکي مې که غوڅ کړي هر اندام څوک بند په بند
قبول نده ډېورند

زه خپل بچي رټلۍ یم زېر او زبر کړۍ هر چا باندې پلورلۍ
په نوم مشران د نکړي مصلحت زمونږ په ژوند
قبول نده ډېورند قبول نده ډېورند

هډوکي مې که غوڅ کړي هر اندام څوک بند په بند
قبول نده ډېورند

آمو تر ابا سینه اټک نه تر پشینه هر چا ته ده دا سپینه
په لر ېو او که بر ېو افغانان دامو سوګند
قبول نده ډېورند قبول نده ډېورند

هډوکي مې که غوڅ کړي هر اندام څوک بند په بند
قبول نده ډېورند