کور / سپورټي / عرب ګروپ په ننګرهارکې داتفاق جام اتل شو

عرب ګروپ په ننګرهارکې داتفاق جام اتل شو

دننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ په خوشکنبدسيمه کې يوه مياشت وړاندې د دوه دېرش لوبډلو ترمنځ پيل شوې دکرکټ شپاړس اورېزې سيالۍ دعرب ګروپ لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

په پاى لوبه کې چې نن ( جمعه ) دعرب ګروپ اورحمت کلب ترمنځ ترسره شوه،عرب ګروپ وکولاى شول چې په شپاړس منډو سره رحمت کلب ته په ماتې ورکولو سره ددغه سياليو اتلولي ترلاسه کړي .

په پاى لوبه کې دعرب ګروپ لخوا ټاکل شوى اته نوي منډې هدف درحمت ګروپ لوبډلې پوره نکړ او په شپاړس اورونو کې داته لوبغاړو په سوزېدو سره يو اويا منډې ترسره کړې او په دې سره يې په شپاړس منډو سره له عرب ګروپ څخه ماتې ومنله .

دعرب ګروپ لوبغاړى خسرو چې په پاى لوبه کې درې لوبغاړي سوزولي وو،دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.

دپاى لوبې وروسته دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي حميدحسن په لاسونو لوبغاړو ته ډالې او انعامات ورکړل شول .

ديادونې وړده،اتفاق جام سيالۍ چې رحمت الله عرب په مالي لګښت د دوه دېرش لوبډلو ترمنځ يوه مياشت وړاندې پيل شوې وې،په کې دجلااباد ښار او يوشمېر ولسواليو لوبډلو ګډون کړى وو.