د بلوڅ ملتپالو د ترى تم کېدو پر ضد مظاهره وسوه

رفيع الله مندوخېل | نوومبر 3rd, 2012


د وركو بلوڅانواتحاديې دبلوڅ ملتپالود تري تم کېدوپه ضد په کوټه کې يوه احتجاجي مظاهره كړې ، چې په کې په لسګونه پېغلو او ځوانانو ګډون كړى وو .
د ترى تم بلوڅ ملتپالو د موندنې لپاره دجوړ سوي سازمان وائس فارمسنګ پرسنز يو مشر قدير بلوڅ وايي، چې اختر راغلى او تېر سو، خو تر اوسه يو هم ورک بلوڅ کور ته نه دى راغلى. د ده په وينا تر اوسه تر څوارلس زره زيات بلوڅ ځوانان ترى تم دي او تر پنځه سوه پوري د بلوڅ ځوانانو خراب سوي مړي موندل سوي دي.




قدير بلوڅ زياتوي چې د ده زوى جليل رېکي هم د ورکو بلوڅانو په ډله کې وو، چې بيا يې خراب سوى مړى وموندل سو. اوس نو قضاوت پر تاسو، چې د ده د کورنۍ پر ماشومانو به څه تېرېږي.
د قدير په وينا د دوى يوازنۍ هيله د پاکستان له سترې محکمې وه، خو اوس له سترې محکمې هم ناهيلي دي. ځکه چې څو مياشتې تېرې سوې خو بيا هم نه خو ورک بلوڅان کور ته راغله او نه هم د بلوڅانو د ترى تم کېدو لړۍ پاى ته ورسېده.




ديادونې وړ ده چې دپخواني ديکتاتور جنرال پروېز مشرف تر واکمني راوروسته د كوټې په شمول دبلوچستان له بېلابېلو بلوڅ مېشتوسيموڅخه په سلګونه بلوڅان تري تم سوي دي . د ورکو بلوڅانو اتحاديه د بلوڅانو په تري تم کېدو کې د ملېشه ځواکونو او استخباراتي ادارو لاس بولي، خو حکومتي مقامات بيا دا تورونه په کلکه ردوي .
په تېر مېلادي کال کې د بشري حقونو د څار نړيوالې ټولنې او د پاکستان د بشري حقونو سازمان هم په بلوچستان کې پر بې درېغه بشر ضد اعمالو اندېښنه څرګنده کړې وه او د پاکستان له مرکزي حکومت څخه يې په ايالت کې د هدفي وژنو، دبلوڅانو د تري تم کېدو او مرموزو وژنو د مخنيوي غوښتنه کړې وه .


http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail

Copyright Larawbar 2007-2024