درې بهرني پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 3rd, 2012


ناټو په خپله تازه اعلامیه کی خبر ورکوی چی نن د افغانستان په ختیځ کی ماین چاودنې درې بهرني پوځیان ووژل ، خو د پیښی دقیق ځای او د وژل سوو پوځیانو هویت یې پټ وساتی .
پرون هم هغه مهال څلور نارویژي پوځیان ماین چاودنی زخمیان کړل چی زرهپوش یې د مزار څخه د کابل خواته را روان و . خو دا معلومه نه ده چی د هغوی روغتیایی حالت خطرناک دی که یا .

Copyright Larawbar 2007-2024