ولسمشر کرزى په څلور ورځني سفر هند ته ځي
ټاکل سوې ده د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د نومبر پر نهمه هندوستان ته په يوه څلور ورځني سفر ولاړ سي.
هندي رسنۍ وايي ولسمشر کرزى به خپل سفر د هند له ستر تجارتي ښار ممبى څخه شروع کړي او له هندي سوداګرو سره په غونډه کي به هغوى په افغانستان کي پانګوني ته تشويق کړي.
راپور وايي ولسمشر کرزى به د هندوستان له حکومت سره د افغان ځواکونو د روزني او کانونو د راسپړني قراردادونه هم وکړي.
په هندوستان کي د افغانستان سفير شيدامحمد ابدالي انډين ايکسپريس ته ويلي چي ولسمشر کرزى به د نومبر پر ١٢ – مه په نوي ډهلي کي له صدراعظم من موهن سنګهـ سره د دواړو هيوادونو ترمنځ پر سياسي او اقتصادي اړيکو مفصلي خبري وکړي.