ملي امنیت:ملا تورجان مو نیولې دی
59
په کندهارولایت کې دملي امنیت ریاست وایي چې دعلماوو د شورا مشر ملا تورجان یې بیا دوسلوالو طالبانو سره د اړیکو په تورنیولی او پلټڼی تری روانې دي.
د کندهارڅخه رارسیدلي خبری سرچینې زیاتوی چې ملا تورجان پرون د طالبانو سره د نږدی اړیکو په تور نیول شوی او د نورو پلټنو لپاره کابل ته لیږدول شویدی. د ملي امنیت سرچینه زیاتوی چې دوی داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې ګوندې ملا تورجان یوځل بیا غواړي له وسلوالو طالبانو سره یوځای شي.
ملا تورجان چې د وسلوالو طالبانو له مهمو قوماندانانو څخه و، دتیر لمریزکال په وروستیو کې د طالبانو له ډلی څخه جلا او د سولي پروسی له یو ځای کیدو وروسته د کندهار د علماوو د اصلاحي شورا د مشر په توګه وټاکل شو. د کندهار د سولې د شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي هم د ملا تورجان نیول او کابل ته د څیړنو په موخه لیږل تایید کړل. ملا تورجان څه کم دوه کاله مخکي دلسونورووسله والوطالبانوسره ددولت دسولی پروسي سره یوځای شو اوددولت دباورتیا دترلاسه کړولووروسته سمدستي دکند هاردعلماوودشورا درئیس په توګه وټا کل شو اوتر پرونه پوری د دی شورامشر وو.