کور / تازه خبرونه / غزني: د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ جنګ سوى

غزني: د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ جنګ سوى

د غزني چارواکي وايي د دې ولايت په اندړو ولسوالي کي د افغان او طالبانو ترمنځ د اختلاف په نتيجه کي څلور طالبان مړه سوي دي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده رسنيو ته ويلي چي دغه جګړه په داسي حال کي رامنځته سوې چي په نيژدې ورځو کي پاکستاني طالبانو د بلوچستان په کوټه ښار کي د افغان طالبانو يو قومندان وواژه.
اکبرزاده ويلي چي په دې وسله واله جګړه کي دوه افغان او دوه پاکستاني طالبان مړه سوي دي.
طالبانو لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي.